1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلين کي د جرمني او اسراييلو د کابينې ګډه غونډه

۱۳۸۸ دی ۲۹, سه‌شنبه

د اسراييلو د لومړي وزير بېنيامين نيتانياهو په نظر هغه خبري اتري چې دده کابينې په برلين کې د آلمان له حکومت سره وکړې، تاريخي ارزښت لري

https://p.dw.com/p/LahA
په برلين کي د جرمني او اسراييلو د کابينې صدراعظمان او وزيران
په برلين کي د جرمني او اسراييلو د کابينې صدراعظمان او وزيرانانځور: AP

په تېره بيا د هالوکاوست يعني د يهودانو د ډله يزي وژنی د يادگار خوا ته د هغوی گډ ورتگ دده دپاره له جذباتو ډکه يوه شېبه وه . جرمني د خپل تاريخ تر ټولو تيارهء باب سره په دې ډول چلند کوي :

«له هالوکاوست څخه 65 کاله وروسته د يو خپلواک يهودي دولت د صدراعظم په توگه د وزيرانو له يو پلاوي سره راتگ، دا يوه تاريخي شېبه ده . »

تر اوسه پوري فقط يو ځل د آلمان او اسراييل د کابينې گډه ناسته تر سره شوې ده، يعني په 2008 کال په بيت المقدس کې . هلته دواړو حکومتونو پرېکړه وکړه چې د سياسي او ټولنيز ژوندانه په ډېرو برخو کې به گډ کار کوي، پر دغه پلان باندي صدراعظمي انگلا مېرکل په برلين کې يو وار بيا ټينگار وکړ:دې وويل ،

«زه فکر کوم ډېره مهمه ده چې زموږ د تاريخي مسؤليت پر بنياد، چې جرمني يې د اسراييلو د موجوديت او راتلونکي دپاره لري، بايد زيار وباسو، چې نه يوازي په خارجي او امنيتي چارو کې نژدې او ټينگه همکاري ولرو، بلکه زموږ دوه اړخيزو روابطو ته بايد په ډېري پراختيا سره وده ورکړو.«

د صدراعظم نېتانياهو له اړخه امنيتي سياسي پوښتني ډېري مطرح وې . خاصتاً د ايران او د هغهء اټومي پروګرام اسراييل ځان ته يو لوی خطر ويني . گويا د ايران حکومت دا مهال پر خپلو وگړو باندي ظلم کوي، او سبا به ممکن ټولي نړۍ ته گواښ پېښوي . نو هغه بايد ددې اجازه ونه لري چې اټومي وسلې تر لاسه کړي :

«موږ بايد سمدلاسه پر ايران باندي سخت بنديزونه ولگوو. که يې اوس ونه کړو، نو کله به يې کوو. ځواب دا دی چې دا کار بايد اوس وسي .«

صدراعظمي مېرکل هم له بنديزونو څخه ملاتړ وکړ، ځکه چې ايران د خبرو اترو وړانديزونه تر اوسه پوري نه دي منلي . خو د آلمان او ايران پر تجارتي اړيکوباندي نيوکي انگلا مېرکل ردولې :

«که له ايران سره سوداگري نه وای موجوده، نو بنديزونو ته به هم ضرورت نه وای . که دې ته يو نظر واچوی ،چې د آلمان اقتصاد څه ډول چلند کوي، نو څرگنديږي چې تجارتي روابطو د نورو بنديزونو په لور اوس لا تغير کړی دی . »

مېرکل او نېتانياهو همداراز د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د خبرو اترو د امکاناتو په اړه سره وغږېدل . نېتانياهو وويل چې اسراييل به سمدلاسه بېله قيد وشرطه خبري پيل کړي . مېرکل څرگنده کړه چې هغه د نوي معاملې اوخبرو امکانات ويني . خو په نيول شوو سيمو کې د کورونو د نه ودانولو په برخه کې لومړۍ وزيره له اسراييل څخه لاډيري غوښتني لري .

ويرک هويزر/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري