1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلین کي د ترهگرۍ په تور د دوو کسانو نيول

۱۳۹۴ آذر ۶, جمعه

د افراطي ډولو دوه شکمن کسان په برلين کي نيول سوي. ایا هغوی يو احتمالي برید پلان کړی وو؟ په هر صورت چاودیدونکي مواد او وسلې موندل سوي نه دي. د دوی کورونه هم تلاښي سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HDKW
انځور: Reuters/F. Bensch

د برلين پوليسو ويلي دي چي دوه کسان چي ۲۸ کلن او بل ۴۶ کلن دی د ترهگرۍ عمل په شک بندیان سوي دي. په یوه مسجد او باروړونکي موټر کي چي په هغوی پوري یې اړه درلوده ، مسلکي پولیسو چاودیدونکي موادو يا وسلې موندلي نه دي.

له دغو دواړو شکمنو افراطي اسلامپالو څخه د پولیسو د معلوماتو پراساس د یوه سخت ضد دولتي عمل د سرته رسولو د شک له کبله تحقیقات روان دي. دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده ، چي ایا دغه شکمن کسان په برلین کي ژوند کوي او که له دباندي څخه راغلي دي.

«د برلین له پاره خطر نه سته»

تر دغو عملیاتو وروسته د پولیسو مشر وویل، چي سربیره پر هغه د «برلین له پاره هیڅ خطر نه سته». خو د دې خبري په هکله چي ایا په نورو ایالتونو کي د بریدونو د پلانولو شواهد پیداسوي دي، هغه نه غوښتل څه ووايي. د قومندان په خبره«زه نه غواړم د نورو ایالتونو امنیتي حالت په باب څه ووایم.»

د «برلینر څایټونگ» او «ټاگس شپیگل» المانۍ ورځپاڼو د معلوماتو پر اساس کیدلای سي دورتموند د دغه ډول حملو یو هدف وي. د نوردراین ویستپالن ایالت د کورنيو چارو وزارت په حواله «د یوه احتامالي بريد د شواهدو په باب معلومات تبادله سوي دي». خو یوه ویاند یې نه غوښتل په دې باب توضیحات ورکړي.

تيره ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۲۶مه) تر غرمې وروسته پولیسو د برلین-شارلوتنبورگ په ناحیه کي د یوې اسلامي ټولني مسجد تلاشي کړ. د دغو عملیاتو په جریان کي د چاودیدونکو موادو پلټونکو سپیانو څخه هم کار اخیستل سوی دی. خو هیڅ شکمن شی موندل سوی نه دی. د «برلینر څایټونگ» ورځپاڼي په حواله پلټونکو ته احوال رسیدلی وو، چي تر مسجد دباندي یوه حمله پلان سوې ده.

د کورونو او سیمي احتیاطي تخلیه

د شپې له خوا بیا د برلین په ختيځه برخه «بریتڅ» کي په برلیني لمبر پلیټ یو شین باروړونکی موټر تلاشي سو، چی تر دې مخکي دوه شکمن افراطي اسلامپال هم نیول سوي ول. دلته هم کوم شی پیدا سوی نه دی.

لکه څرنگه چي پلټونکو گومان کاوه چي شکمنو کسانو به چاودیدونکي مواد په موټر کي په یوه بسته کي پټ کړي وی، نو په احتیاطي توگه یې له ۱۶ کورونو څخه ۱۲۰ اوسیدونکي ۳۰۰ متره لیري ولېږدول. بم خنثی کونکي الات هم محل ته وړل سوي وه.

په عملیاتو کي تقریبأ ۲۰ پولیسو برخه درلوده چي ځیني يې ځانگړي کومندو کسان هم ول. په پاریس کي تر حملو وروسته چي پکښې۱۳۰ انسانان ووژل سول، امنیتی چارواکي په جرمني کي هم د تیارسي په حال کي دي.