1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په برلین کې د ترهگرۍ په شک یو مهاجر نیول شوی

۱۳۹۵ آبان ۱۳, پنجشنبه

په برلین کې د ترهگرۍ په شک یو مهاجر نیول شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې نیول شوی کس یو ځوان سوریایي مهاجر دی. لوی څارنوال د تحقیقاتو د تر سره کولو چارې پر غاړه اخیستي دي.

https://p.dw.com/p/2S55z
Deutschland Syrer unter Terrorismus-Verdacht in Berlin festgenommen
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه کس په شونیبېرگ کې په خپل کور کې نیول شوی دی. دغه خبر پولیسو د ټولنيزي شبکې ټویټر کې ورکړی دی. ویل شوي دي چې دغه کس ۲۷ کاله عمر لري او د سوریې دی.

پر هغه باندې د یوې بهرنۍ ترهگري ډلې د غړیتوب شک کیږي. د پولیسو د معلوماتو له مخې دغه سوریایي له ۲۰۱۵م کال راهیسې په آلمان کې اوسیږي. د آلمان لوی څارنوال د دغه کس په هکله د تحقیقاتو د تر سره کولو چارې پر غاړه اخیستي دي او گومان کیږي چې د ورځې په اوږدو کې به په دې هکله څرگندونې وکړي.

«دي وېلت» په نامه د آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې نیول شوی کس تونس الاصله اشرف ال ـ ت، دی. زیاته شوې ده چې دغه کس له زیات وخت راهیسې څارل کیدی. تحقیق کوونکو ویلي دي، دا چې شکمن کس د احتمالي بریدونو څه ډول پلان لاره، لا معلوم نه دی. تر ارزونو وروسته به روښانه شي.

د آلمان امنیتي ادارې له ډېر وخت راهیسې د تیارسئ په حالت کې دي، ځکه چې هغوی د احتمالي تروریستي بریدونو څخه انديښنه لري. په وروسیتو کې د شکمن تندلاري جبار البکر، پیښې انديښنې راپارولي دي.

جبار البکر چې د آلمان په کمنېتڅ کې یې د سوریایي کډوال په توگه ژوند کاوه، په کور کې یې چاودیدونکي توکي زیرمه کړي وو. ویل شوي وو چې احتمالا هغه د برلین پر هوایي ډگر باندې یوه ترهگریز برید تر سره کول غوښتل.

د آلمان امنیتي ادارو شک لاره چې هغه د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش په لارښونه دغه کار تر سره کاوه. البکر د لاپڅیگ په یوه زندان کې ځان وواژه.

نور مطالب: