1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلین کې د کډوالو د کمپ پر وړاندې مظاهرې

مسعود جهش (dpa, AFP)۱۳۹۲ مرداد ۳۱, پنجشنبه

د آلمان په پلازمینه برلین کې د کډوالو د یوه کمپ پر وړاندې د هغی پر ضد او ملاتړ مظاهرې دوام لري. له دغو مظاهرو سره د آلمان په راتلونکو ټاکنو کې د کډوالو موضوع په یوه لا ډیر مهم بحث باندې بدلیدای شي.

https://p.dw.com/p/19USu
Linke Demonstranten protestieren am 20.08.2013 gegen eine Versammlung von NPD Sympathisanten in Berlin-Hellersdorf mit Plakaten mit der Aufschrift "Refugees welcome" (Flüchtlinge willkommen). Erneut sind Gegner und Befürworter des neuen Flüchtlingswohnheimes in auf die Straße gegangen. Foto: Ole Spata/dpa
Demonstration gegen NPD Berlin-Hellersdorfانځور: picture-alliance/dpa

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اگست ۲۱مه) هم یو شمیر ښي اړخي چې د کډوالو مخالف دي د برلین په ختیځې برخې کې د کډوالو د یوه کمپ پر وړاندې سره راټول شول او خپل اعتراضونه یې څرگند کړل. په عین حال کې بیا نزدې ۶۰۰ نور کسان چې له کډوالو څخه ملاتړ کوي هم په دې سیمه کې راټول شول او د ښي اړخو د اعتراضونو پر ضد یې خپل غږ پورته کړ.

د «پرو دویچلند» په نوم ښي اړخې ډلې د چهار شنبې په ورځ د کډوالو پر ضد مظاهرې رابللې وې خو په دغو مظاهرو کې د دې ډلې یوازې لس تنو غړو ګډون وکړ.

د مظاهرو له پیلیدو سره د کډوالو د کمپ د امنیت ساتلو له پاره ډیر شمیر پولیسو سیمې ته واستول شول ترڅو د شپې له خوا د احتمالي رامنځ ته کیدونکي تاوتریخوالي مخه ونیسي. د دغو مظاهرو په ترڅ کې یو تن پولیس ټپي شوی هم دی چې په تړاو یې ۲۵ کسان نیول شوي دي.

د سه شنبې په ماښام بیا د NPD په نوم ښي اړخه ګوند د کډوالو د کمپ پر وړاندې مظاهرې رابللې وې چې په کې د دغه ګوند ۴۰ تنو غړو ګډون وکړ، خو په دې ورځ هم څه نا څه ۵۰۰ کسان دغه کمپ ته څیرمه د کډوالو په ملاتړ سره راټول شول او د NPD د غړو د غوښتنو پر وړاندې یې خپل غږ پورته کړ.

مظاهرې له څو ورځې راهیسې دوام لري

د کډوالو پر ضد او د هغوی په ملاتړ مظاهرې د برلین په لیرې پرتې سیمې هیلرسدورف، کې د کډوالو د یوه مرکز پر وړاندې پیل شوې. په دغه مرکز کې شاوخوا ۸۰ سیاسي پناغوښتونکي اوسیږي، چې یو شمیر یې د مظاهرو له کبله لا وختې له دې کمپ څخه تښتیدلي دي. په دې کمپ کې ډیر شمیر میشت سیاسي پنا غوښتونکې له سوریې او افغانستان سره تړاو لري.

د کمپ پر وړاندې مظاهرې له څو اوونې راهیسې ادامه لري. سیمه ییز اوسیدونکي وایي چې هغوی د دغه کمپ د جوړیدو په اړه ډیر ناوخته معلومات ترلاسه کړل. دا په داسې حال کې ده چې د برلین ښاروال د کډوالو پر ضد مظاهرې غندلې دي او ټینګار یې کړی دی چې د برلین دروازې د نړۍ پر وړاندې پرانیستې دي.