1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برما کي سياسي اصلاحات وستايل سول

۱۳۹۱ دی ۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/178sK

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په برما کي سیاسي اصلاحات وستایل. د ملګرو ملتو په یوه پریکړه لیک کي چي د رایو په اتفاق په تصویب رسیدلی دی، ویل سوي دي چي د برما حکومت د دیموکراسۍ او پخلایني د پروسې په لار کي ډيره کامیابي ترلاسه کړې ده. خو اوس لا هم په سیستماتیک ډول سره د بشري حقونه تر پښو لاندي کیږي. په پریکړه لیک کي په خاص توگه د مسلمانانو او بودایانو تر منځ د اخ و ډب په اړه اندېښنه ښوول سوې ده. د برما حکومت باید د اقلیت روهنګیا مسلمانانو د حقوقو دفاع وکړي او هغوی ته تابعیت ورکړي. د ډیرو برمایانو په عقیده روهنګیا مسلمانان له بنګلدیش څخه راغلي غیر قانوني مهاجرین دي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو پراساس په برما کي تقریباً۸۰۰۰۰۰ روهنګیا مسلمانان اوسیږي.