1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروسل کي د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه

۱۳۸۸ اسفند ۳, دوشنبه

د اروپايي ټولني دبهرنيو چارو د وزيرانو دغونډي موضوعګاني هماغه معلومي موضوعګاني دي .دوي د ايران پر اټومي پروګرام، افغانستان، زمبابوي ،دهایتي وضعه، او د اوکراين او سپيني روسيې پر وضعي باندي خبري کوي...

https://p.dw.com/p/M7cA
په بروسل کي د اروپايي ټولني د پارلمان مرکزي ودانۍ
په بروسل کي د اروپايي ټولني د پارلمان مرکزي ودانۍانځور: picture alliance / dpa

پدې ټولو موضوعګانوکي کوم وړاندي تګ ندي شوي. اود دوشنبي په ورځ به د بهرنيو چارو وزيران هم دکوم پرمختګ د راتلو غم ونشي خوړلای.

پدي ډول له يوي بلي مسلي څخه چي په رسمي توګه دبهرنيو چارو دوزيرانو له کتني سره هيڅ کوم سروکارنلری، پام بلی خواته اړول کيږي . هغه داچي داسرايیلو دبهرنيو چارو وزير ليبرمن هم په بروکسل کي دي . ده ددي کتني پروګرام وخته جوړ کړی وو، خو اوس يوه ډيره دپاملرني وړ اوسړي ويلي شي چاودونکي خبره شويده اودبهرنيو چارو ځني وزيران غواړي چي له ليبر من سره وګوري، او ناآرامونکي پوښتني تري وکړي .

خبره په دوبي کي دجنوري دمياشتي په نيمايی کي دفلسطينيانو دحمس دډلي دیوو غړي په وژل کيدلو باندي ده . نوموړي دوسلو ګماني قاچاق کونکي هم وو.ښايي دا دپاملرني وړ اومرموز قتل داسرايیلو داستخباراتو موساد لخوا شوي وي. ددوبي دامنيی قوماندان پدي باندي ۹۹په سلوکي ډاډه دي. اوداروپايي ديپلوماتانوترمنځ هم لږ کسان ندي چي په موساد باندي داګمان کوي .حتي یوي انګليسۍ ورځپاڼي داونۍ دسر په ګڼه کي ليکلي ووچي ښايي داسراييلو لمړي وزير نيتان یاهو پخپله ددي قتل اجازه ورکړي وي.

داسراييلو اودځني اروپايي هيوادونو ترمنځ دي بحرانه څخه ماجرا جوړه شويده .ځکه چي اسراييلي جاسوسانو داروپايي ټولني دځني هيوادونو له پاسپورتونو څخه دوبي ته دقتل لپاره تلوته استفاده کړيده . د آيرلند ، فرانسي ، انګلستان ، او الماني پاسپورتونو څخه. ددغو پاسپورتونو له جملي څخه يو دالمان په کلن کي ورکړل شويدي. دکلن څارنوالي پدي هکله څيړني پيل کړي او ګوري چي دقاتلينو له ډلي څخه يوو دغلط هويت له غوره کولو سره داپاسپورت اخيستي دي که څنګه؟

په تيره بيا ايرلند لدي امله ډير په قهر دي ځکه چي قاتلينو له ۵ ايرلندي پاسپورتونو څخه ناوړه استفاده کړيده .دهمدي لپاره دايرلند دبهرنيو چارو وزير ميچل مارتين داسراييلو دبهرنيو چارو له وزير سره دکتلو لپاره وخت اخيستي دي .ده ويلي دي چي ددي کتني په ترڅ کي به خپله ژوره انديښنه څرګنده کړي، اوددي ډير ي جدي ربړي کي دوضاحت دراوستلو غوښتنه به وکړي.خو داناممکنهبريښي چي ليبرمن ددي غوښتني سره سم عمل وکوي .اسرايیلو تراوسه هيڅ کومه تبصره ددي عمل په هکله نده کړي . او موساد ته يی لدي قضيی سره اړوند ندي ورکړي .

نودمارتين اودده دمقابل لوري دالفاظو له انتخاب نه بايد وروسته له کتني څخه سړي پوه شي چي څومره داسراييلو اودهغه داروپايي ملګرو ترمنځ دابحران لا شديديداي شي .

دالمان دبهرنيو چارو وزير ګيدو وسترویلي هم پدي قضيی باندي دبشپړورڼا اچولو غوښتنه کړيده .دي به په خپله خوله داخبره د دوشنبي په ورځ داسرايیلو دبهرنيو چارو وزير ته ونشي کولاي .ځکه چي دي دځان په ځاي خپل معيین هوير هلته استوي اولکه هسی چي ويل شويدي هویر له ليبر من سره دکتني لپاره وخت ندي اخيستي .

Bohne, Martin/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل