په بروکسل کي د بریدونو نوي انځورونه
په بروکسل کې د سه شنبې په ورځ په دوو جلا جلا ځایونو کې بریدونه وشول. په هوایي ډګر او میترو کې د چاودنو له کبله لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي دي. چارواکو د برکسل امنیتي تدابیر تر وروستي حد پورې لوړ کړي دي.
د بروکسل هوایي ډګر تر بریدونو وروسته
تر برید وروسته د هوايي ډګر کارکوونکي او مسافر په شاک کې دي.
پر هوایي ډګر باندې برید
په هوایي ډګر کې لومړۍ چاودنه د سهار له اتو بجو لږ وروسته وشوه.
د بروکسل هوايي ډګر د خالي کیدو په حال کې
د دویمې چاودنې له کبله د هوایي ډکر د یوې برخې چت راونړید او پایپونه سوري شول. دغه ودانۍ له خلکو خالي شوې او هوایي ډګر تړل شوی دی.
پر میلبیک میترو ستیشن باندې برید
دریمه چاودنه په یوه میترو کې وشوه. د رسمي سرچینو په حواله د برید له کبله ۱۵ کسان وژل شوي او ۵۵ تنه نور ټپیان دي. د بروکسل روغتونو پر خلکو باندې غږ کړی دی چې وینه ډالۍ کړي.
څلورمه چاودنه
څلورمه چاودنه د ښار په یوې مرکزي سیمه کې رامنځ ته شوې ده. خو د دویچه ویله خبریال ویلي دي چې پولیسو یوه شکمنه اله الوزولې ده.
د اروپايی کمیسیون سیمه خالي شوې ده
د اروپايي کمیسیون سیمه هم د بریدونو له کبله له خلکو خالي شوې ده.
د ښار څیړه بدله شوې
تر بریدونو وروسته په بروکسل ښار کې تګ راټګ کم شوی دی او داسې ښکاري چې هر څه دریدلي دي.
شدید امنیتي تدابیر
تر بریدونو وروسته د بروکسل په ډیرو برخو کې امنیتي ځواکونه لیدل کیږي.