1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کي يوه مسجد ته اور اچول سوی دئ

۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سه‌شنبه

په بروکسل کې پر یوه مسجد باندي د برید په ترڅ کي د مسجد ملا امام وژل شوی دﺉ او مسجد ته اور ورته سوی دئ.

https://p.dw.com/p/14K0z
انځور: picture-alliance/dpa

یوه سړي د دوشنبې په ورځ د بروکسل په شاوخوا کې یوه مسجد ته اور ورته کړ. په پېښه د مسجد ۴۷ کلن ملا امام وژل شوی دﺉ او د مسجد ډیره برخه سوځیدلې ده.

پولیسو ویلي دي چې هغوی ته په محلي وخت د ماښام پر ۶ بجو او پنځه څلوېښت دقيقو یوه کس تلیفون کړی دﺉ او ورته ویلي ئې دي چې یو کس ئې مسجد ته د اور اچولو پر مهال لیدلی دئ.

پولیسو زیاته کړې ده چې د پېښي په اړوند ئې یو شکمن وگړی نیولی هم دئ. نیول شوی وگړی يو مسلمان دئ. د هغه هویت لا تر اوسه نه دئ څرگند شوی خو پولیسو ویلي دي چې د پېښي په اړه ئې پلټني پیل کړي دي.

د چارواکو په خبره دغه وگړي له ځان سره یو چاقو او یو تبر درلود. چارواکو زیاته کړې ده چې شکمن وگړی پر مسجد تیل پاشلي دي او بیا ئې اور ورته ورته کړی دئ.

د سوځیدلي مسجد یوه چارواکي ویلي دي چې برید کوونکي د سلفیانو په ډله پوري اړه لري. چارواکو ویلي دي چې سوځېدلی مسجد ته تر دې مخکي هم د پولیسو تر ساتني لاندي وو ځکه چې د مسجد چارواکو ته د سلفیانو د ډلي له خوا مستقیم گواښونه شوي ول.

ویل کیږي چي د مسجد امام د ډیر دود له کبله مړ سوی دئ. د هغه سوځېدلی جسد پولیسو ته تر خبر ورکولو ۴۵ دقیقې وروسته له مسجد څخه باندي را ایستل شوی دئ.

ویل کیږي چې د مسجد امام هغه وخت مړ سوی دئ چې د اور وژلو هڅه ئې کوله. په پېښه کې یو بل وگړی هم ټپي شوی دئ.

د پولیسو په خبره مسجد په بشپړه توگه سوځیدلی دئ. رسنیو خبر ورکړی دئ چې تر پېښي وروسته شاوخوا۵۰ کسان د مسجد پر شاوخوا راټول شوي ول خو ویل شوي دی چې وضع ارامه ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل