1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کې چاودنو۳۴ کسان وژلي

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

د بروکسل په هوایي ډګر او د ميترو په تم ځای کې پرله پسې چاودنو سخته مرگ ژوبله اړولې ده. د بلجیم رسنیو خبر ورکړی دی چې په چاودنو کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/1IHNb
د بروکسل په ميترو کي چاودنه
انځور: Reuters/RTL Belgium

بلجیمي رسنیو د سه شنبې په سهار د بروکسل په زاوینتیم نړیوال هوایي ډګر کې د دوو چاودنو خبر ورکړ.

تر دې لږ وروسته د بروکسل د اورګاډي په تم ځای کې هم چاودنه وشوه. چارواکو ویلي دي چې ددغو چاودنو له کبله ډیر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د بروکسل ټول عامه ترانسپورت بند سوی او ټولو خلکو ته خبر ورکړل شوی چي هر چيري چي دي هلته پاته شي.

د وروستيو راپورونو له مخي د بروکسل د ميترو په يوه تمځای کې چاودني ۱۵ کسان وژلي او ۵۵ نور ټپيان دي. ځينو .

د بروکسل هوايي ډکر
انځور: Reuters/F. Lenoir

که څه هم په لومړي سر کې د هوایي ډګر په چاودنو کې د یوه کس د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو، خو وروسته رسنیو وویل چې چاودنو ۱۳ کسان وژلي او ۳۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

عیني شاهدانو او رسنیو ویلي دي چې د چاودنو په سیمه کې ډېر په وينو لړلي کسان له سیمې څخه د تیښتې په حال کې ول.

د هوایي ډګر ویاندې انکې فرانس، ویلي دي: «په هغه دهلیز کې چې تلونکو الوتکو ته لار لري، دوې چاودنې شوې دي. د لومړنیو مرستو تیمونه اوسه په سیمه کې دي چې له ټپي شویو کسانو سره مرسته وکړي.»

د بروکسل په ميلبک کي د ميترو تمځای چي چاودنه پکښې سوې
انځور: Getty Images/AFP/Belga/S. Knapen

د VRT رسنې ویلي دي چې د هوايي ډګر په چاودنو کې یو ځانمرګی برید وو.

تر پیښې وروسته د بروکسل هوايي ډګر د یوې نامعلومې مودې له پاره تړل شوی دی. پر دې سربیره په برکسل کې ټول عامه ترانسپورتي سیستمونه هم بند شوي دي او امنیتي ځواکونو په هوایي ډګر او نورو سیمو کې تدابیر شدید کړي دي.

د دويچه ويله خبريال تائيد کړې ده چي د ميترو په تمځای کي چاودنه ئې احساس کړې ده.

د بروکسل ميترو ټول تمځايونه تړل سوي دي. ويل کيږي چي له دغه ښاره سفر کوونکي اورگاډي هم د لنډي مودې له پاره بندي سوي دي.

په بروکسل کې تر چاودنو وروسته هالند په خپلو سرحدونو او هوايي ډگرونو کې د سختي څارني خبره کړې ده.

د سویدن لومړي وزیر ستیفن لووین، د بروکسل بریدونه پر «دیموکراتیکي اروپا» باندي برید بللی دی. هغه زیاته کړې ده: «موږ به ترهګرو ته هیڅکله هم اجازه ور نه کړو چې زموږ پر پرانیستو ټولنو باندې بریدونه وکړي.»