1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بریا سره د چوري پر لکۍ لرونکي ستوري د فیله کښېناستل

دویچه ویله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ آبان ۲۲, پنجشنبه

د اروپايي فضايي آژانسESA سائنس پوهانو په بريا سره له مځکي څخه تقريبا ۵۰۰ میليونه کیلومتره ليري لکۍ لرونکي ستوري چوري، ته د روسېټا څیړونکي فضايي بېړۍ ورسوله. دغه ماموریت یو تاریخي موفقیت بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/1DmHS
انځور: ESA/Rosetta/Philae/ROLIS/DLR

دا د ساينس په برخه کې يوه نوې بريا ده. د «چوریوموف- گراسیمنکو» په نوم د لکۍ لرونکي ستوري پر سطحه له مځکي څخه لېږل سوې د «فيله» په نوم فضايي لابراتوار کښېنول سو. ياد لکۍ لرونکی ستوری چي په لنډه توګه ورته چُوري هم ويل کيږي په ۱۹۶۹ م کال د پخواني شوروي اتحاد د ساينسپوهانو له خوا کشف کړای سو چي ورته د همدغو دوو ساينسپوهانو چوريوموف او ګراسيمنکو نوم ورکړل سو.

په اصل کي دغه ستوری نه بلکه يو آسماني جسم دی چي د لمر رڼا ته انعکاس ورکوي او پخپله رڼا نه لري. دغه آسماني جسم له مځکي څخه تقريبا ۵۰۰ میليونه کلومتره ليري زموږ د شمسي نظام پر تر ټولو لويي سيارې مشتري راګرځي.

د اروپايي فضايي آژانسESA له خوا تقريبا لس کاله تر مخه د «روسېټا» په نوم دغه فضايي ماموريت پېل سو. په دې ترڅ کي د مځکي څخه يوه فضايي بېړۍ چي پکښي د فیله، فضايي لابراتوار يا تخنيکي دستګاه موجوده وه، وتوغول سوه. دغه فضايي بېړۍ کابو د لس کلن سفر وروسته پر دې وتوانېده چي د چُوري پر سطح د فيله دستګاه کښته کړي.

«د انساني تمدن له پاره لوی قدم»

کله چي فيله مځکی ته سيګنال راولېږه چي په بريا سره کښته سوې ده، نو د آلمان په دارم شتت، ښار کي د اروپايي فضايي آژانس ESA د سټلايټ کنترول په مرکز کي د خوشحالۍ چيغي او د چکچکو آوازونه پورته سول. د دغه مرکز ساينسپوهان چي د زياتو کلونو راهيسي يې د دغه ماموريت څارنه کوله، له خوشحالۍ څخه په جامو کي نه ځايدل. په دوی کي ځینو د خوشحالۍ اوښکې توی کړې او نورو بيا د مبارکۍ له پاره يو بل ته غېږي ورکولې او ځینو به بيا کله خندل او کله به يې له خوشحالۍ چيغي وهلې.

د فیله، دستگاه د چوري لکۍ لرونکي ستورې پر سطح باندې
د فیله، دستگاه د چوري لکۍ لرونکي ستورې پر سطح باندېانځور: ESA via Getty Images

د ESA عمومي مشر ژان ژاک دورديان، د روسېټا فضايي ماموريت د «انساني تمدن له پاره يو لوی قدم» وباله. د يادې ادارې مشر توماس غايتر بيا په بريا سره د فيله رسول کېدل يوه «تاريخي شېبه» وبلله. دا په داسي حال ده کي چي نوموړي د همدغي ورځي په سهار په ډېره محتاطانه لهجه سره ويلي ول چي په بريا سره د فيله د کښته کیدو چانسونه پنځوس سلنه دي.

که څه هم چي د روسېټا فضايي ماموريت په فضايي بېړۍ کي انسانان يا نور ژوي نه ول سپاره، خو بيا هم د انسانيت په تاريخ کي دغه ماموريت بې ساری بلل کيږي. دا په داسي حال کي چي پخوا دا یوازې يو تصور بلل کېده چي انسان به د مځکي څخه يوه فضايي بېړۍ لېږي او په دومره ليري واټن کي به یې پر يوه آسماني جسم کښېنوي.

۶۵۰۰ میلیونه کیلومتره واټن

که څه هم د چوري لکۍ لرونکی ستوری له مځکي څخه تقريبا ۵۰۰ میليونه کیلومتره ليري دی خو دغه ستوري ته د رسېدو له پاره د روسېټا فضايي بېړۍ د ساينسپوهانو په لارښوونه مغلقې او اوږدې فضايي لاري خپلي کړې او په ټوليزه توګه يې د لسو کالو په جريان کي ۶۵۰۰ میليونه کلومتره واټن وواهه.

پخپله پر چوري د فيله کښېناستل يوه لويه لاس ته راوړنه بلل کيږي، خو دا چي فيله تر کومي کچي په بريالۍ توګه سره د چُوري څخه مځکي ته معلومات رالېږي او سائنسپوهان له هغې څخه زموږ د شمسي نظام د پيدايښت په تړاو څومره نوي معلومات تر لاسه کوي، دا به په راتلونکي وخت کي څرګنده سي.