1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغداد کي خونړۍ بريد

۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعه
https://p.dw.com/p/17DlZ

د بغداد جنوب خوا ته، ۶۰ کیلومتره لیري د مصایب په ناحیه کي په یوه برید کي ۲۷ انسانان وژل سوي دي. یوه ځان وژونکی له خپل موټر سره د هغو شیعه زیارت کوونکو په منځ ورګډ سو، چي د بس په تم ځای کي ولاړ ول، او خپل موټر یې وچاود. په دغه پيښه کي ۶۰ تنه نور کسان ټپيان سوي هم دي. زیارت کوونکي د کربلا له زیارت څخه بیرته د خپلو کورو پر خوا روان وه چي دغه پيښه رامنځته سوه. ګومان کیږي چي برید به تندلارو سنیانو تر سره کړی وي، چي د القاعده شبکې سره تړاو لري.