1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغداد کي د طارق عزيز جسد تښتول سوی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۲, جمعه

د صدام حسين د وخت د بهرنيو چارو وزير طارق عزيز جسد چي تيره اونۍ د عراق په يوه زندان کي مړ سو اردن ته پر لار تښتول سوی دئ. ويل کيږي چي د هغه جسد احتمالاً د بغداد په هوايي ډکر کي تښتول سوی.

https://p.dw.com/p/1Fg0Y
انځور: C. Kealy/Getty Images

د طارق عزيز لور د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دئ چي په پلان کي وه د پلار د جنازي مراسم په اردن کي تر سره او ښخ سي خو د بغداد په هوايي ډگر کي ئې جسد لادرکه او تښتول سوی دئ. عزيز تيره اونۍ د عراق په يوه زندان کي مړ سو.

د اسوشېتدپرس خبري آژانس د راپور له مخي، د طارق عزيز لور زينب، ويلي دي چي مور ئې د بغداد په هوايي ډکر کي د تابوت ورسپارلو په تمه وه، خو د پلار جسد ئې لادرکه او تر اوسه پوري لا د پيښي نور جزئيات روښانه نه دي.

عراقي چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د اردن د سلطنتي نظام يوه چارواکي تائيد کړې ده چي له بغداد څخه په وروستي پرواز کي چي د پنجشنبې په ورځ د اردن پلازمېني عمان ته وو، د طارق عزيز تابوت پکښې نه وو. دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط له اسوشېتدپرس سره خبري کړي.

طارق عزيز د تيري جمعې په ورځ په ۷۹ کلنۍ کي د عراق د ناصريه ښار په زندان کي مړ سو. عزيز بايد په دغه زندان کي تر هغه مهاله بندي وای چي د اعدام وخت ئې رارسېدلی وای.

د عراق د قضايي چارواکو په خبره طبي آزموينو ښوولې ده چي پر عزيز باندي د زړه حمله راغلې او مړ سوی دئ.

طارق عزيز چي په ۲۰۰۳م کال کي د صدام حسين تر راپرځولو لږ وروسته ونيول سو، د ۲۰۱۰م کال په اکتوبر میاشت کي په دې تور چي شيعه احزاب ئې تعقيبول په اعدام محکوم سو. هغه د صدام حسين په رژيم کي تر ټولو لوی مسيحی سياستوال او د بعث گوند نړيواله څېره وو.

عزيز په ۱۹۳۶م کال کي د عراق د موصل ښار په مسيحي کلداني کورنۍ کي زېږېدلی وو. هغه چي په ۵۰ مېلادي لسيزه کي له صدام حسين سره آشنا سو او د هغه له زړو اعتماديانو څخه وو، په ۱۹۶۳م کال کي د بعث گوند د رهبرۍ جرگې ته ورسېد او د گوند د تبليغاتو او سازمان ورکولو مسئول سو.

کله چي په ۱۹۶۷م کال کي بعث گوند واک ته ورسېد عزيز لومړی «الثوره» ورځپاڼه چلوله او وروسته بيا د عراق د اطلاعاتو وزير سو. کله چي په ۱۹۷۹م کال کي صدام حسين واک ته ورسېد طارق عزيز د انقلابي شورا غړی سو. څلور کاله وروسته بيا د صدام حسين له خوا د بهرنيو چارو وزير وټاکل سو او په ۱۹۹۱م کال کي د عراق د لومړي وزير مرستيال سو.

طارق عزيز د ۲۰۰۳م کال د اپريل مياشتي پر ۲۴ نېټه پر عراق باندي د امريکا تر يرغل څو اونۍ وروسته ځان امريکايي ځواکونو ته تسليم کړ.

هغه په اول سر کي په ۱۵کاله بند او په ۲۰۱۰م کال کي په اعدام محکوم سو. خو په دې دليل چي د عراق د هغه مهال جمهور رئيس جلال طالبانی د عزيز د اعدام حکم لاسليک نه کړ او هغه اعدام نه سو.