1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغداد کې درې امریکایان تښتول شوي

۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبه

د عراق په پلازمېنه بغداد کې له درو ورځو راهیسې درې تنه امریکایې اتباع لادرکه شوي دي. گومان کیږي چې دغه کسان به د شعیه ملیشې له خوا تښتول شوي وي. د امریکا سفارت تر اوسه پورې په دې هکله څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/1HfAc
انځور: picture alliance/AP Photo/H. Mizban

رسنیو د عراق په پلازمېنه بغداد کې د درو امریکایې اتباعو د لادرکه کیدو خبر ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په خبره، رپوټونه پر دې دلالت کوي چې په قوي احتمال دغه درې امریکایان تښتول شوي دي.

CNN تلویزوني شبکې هم په عراق کې د یوه امنیتي چارواکي د اطلاعاتو پر بنسټ دې ته ورته یو رپوټ خپور کړی دی.

د دغو کسانو د پيدا کولو له پاره امریکایې چارواکو له عراقي چارواکو سره په گډه ډیر جدي عملیات پيل کړي دي.

یوه عراقي پولیس د نوم نه اخيستلو په شرط ویلي دي چې د عراق په سویل کې درې تنه امریکایې اتباع له خپل عراقي ژباړونکي سره یوځای تښتول شوي دي. ویل کیږي چې دوی د هوایې ډگر پر لور روان ول چې دغه پيښه رامنځته شوي. د عراق امنیتي ځواکونه د دغو کسانو د پیداکولو په هڅه کې دي.

د دوی د معلوماتو له مخې سړي تښتونکو د ملیشه یونیفورم اغوستی وو. همدارنگه د «العربیه» تلویزوني شبکې هم د دغو کسانو د تښتونې رپوټ ورکړی دی.

له شعیه ملیشه و سره گډ کار

شعیه ملیشه د بغداد له حکومت سره په گډه د سني افراطي ترهگرې ډلې «اسلامي دولت» یا (IS) پر وړاندی جنگیږي. دغه ملیشه له داعش یا «اسلامی دولت» سره د مبارزي په برخه کې کلیدي رول لري. داعش د ۲۰۱۴ کال په دوبي کې له عراقي حکومت څخه ډیري سیمې تر خپل کنترول لاندی راوستلې.

پر دغي ډلي تور لگول کیږي چې د سړي تښتونې، اعدامونو او ملکیتونو په ویجاړونې کې لاس لري. په تیرو پنځو میاشتو کې په عراق کې په لسونه بهرني اتباع تښتول شوي، څو د دغو کسانو په بدل کې پيسي ترلاسه کړي.