په بغداد کې د یوه موټر بم د چاودنې له کبله اوه تنه ووژل شول
۱۳۹۰ اسفند ۴, پنجشنبهاعلان
د پنج شنبې په ورځ په بغداد کې د یوه بمي برید له امله لږ تر لږه اوه تنه له منځه تللي دي او ډیری نور کسان ټپیان شوي دي. د بغداد پولیسو ویلي دي چې دغه هغه موټر چې پکښې بم ځای پر ځای شوی وو د یوې امنیتی پوستې مخکې چاودېدلی دئ. د دغې پیښې مسئولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دئ اخیستی.