په بغلان کي د سېلابونو تلفات ۷۴ ورسېدل
۱۳۹۳ خرداد ۱۷, شنبهد جمعې په ورځ ماښام د بغلان ولايت په «گذرگاه نور» ولسوالۍ کي د تند باران تر اورېدو وروسته سېلاب راغلی او نزدې شپږ کلي يې لاندي کړي دي. ويل کيږي چي نزدې ۲۰۰۰ کورونه نړېدلي دي.
د دغي ولسوالۍ د پوليسو قوماندان فضل رحمان ويلي دي چي دوی تر اوسه پوري ۷۴ جسدونه چي ښځي او کوچنيان هم پکښې دي موندلي دي او نور ډير ورک دي. دغه چارواکي ويلي دي چي کېدای سي د وژل سوو کسانو شمېر ۱۰۰ ته ورسيږي.
د بغلان ولايت د پوليسو وياند جاويد بشارت، له دويچه ويله سره په یوه تليفوني مرکه کي وويل چي پخپله د بغلان والي او د ملي اردو ځواکونه يادي ولسوالۍ ته رسېدلي دي چي د اوسېدونکو په ژغورلو کي مرسته وکړي. د هغه په خبره اوس هم د ژغورلو عمليات روان دي:
«د ځايي اوسېدونکو د اټکلونو له مخي ويل کيږي چي تر ۲۰۰ تنو پوري تلفات لري. خو سروې روانه ده، څو معلومه سي چي څومره تلفات لرو. اوس د ژغورني عملیات روان دي او موږ تر اوسه ۷۴ جسدونه را ايستلي او لس تنه ټپيان مو روغتون ته انتقال کړي دي.»
د بشارت په خبره په دې پېښه کي يو شمېر کسان تر اوسه ورک دي. هغه وويل چي موږ داسي کسان په سيمه کي وليدل چي د خپلو کورنيو په غړو پسې گرځېدل.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چي له مرکزه هم د عامي روغتيا وزير او د ملي اردو عسکر سيمي ته رسېدلي دي، څو د ژغورني په عملياتو کي مرسته وکړي.
د دوی په خبره د ژغورني عمليات به د سېلاب د پراخوالي له کبله اسانه نه وي او وخت به ونيسي څو ټوله سيمه په خپل کنترول کي راولي او خلک وژغورل سي.
د گذرگاه نور ولسوالي يوه ليره پرته غرنۍ ولسوالي ده چي د بغلان د مرکز پلخمري په شمال ۱۴۰ کيلومترۍ کي پرته ده. دغي ولسوالۍ ته له مرکز څخه ورتگ نهه ساعت وخت غواړي.
د افغانستان يوشمېر شمالي او مرکزي ولايتونه سږکال د ډېر اورښت په خاطر له سختو سېلابونو سره مخامخ دي. دغو سېلابونو د زياتو انسانانو ژوند اخيستی دی.
يوازي د می مياشتي په لومړيو کي په بدخشان ولايت کي تر سختو بارانونو وروسته د يوې تپې د ښوېدني په پيښه کي په سونو انسانان ووژل سول او نژدې ۷۰۰ کورنيو خپل هرڅه له لاسه ورکړل.