1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کي د سېلاب د قربانيانو شمېر ۸۱ تنه سو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۱۸, یکشنبه

د بغلان ولايت چارواکي وايي چي د دوو ورځو ترمخه په راغلي سېلاب کي د وژل سوو کسانو شمېر ۸۱ تنو ته رسېدلی دی. په دغه پيښه کي په سوونو کورونه نړېدلي په زرونو انسانان بې ځايه سوي او يو تعداد ورک دي.

https://p.dw.com/p/1CESp
Afghanistan Überflutungen 7.6.2014 Leiche
انځور: STR/AFP/Getty Images

د بغلان ولايت د گذرگاه نور ولسوالی د پوليسو مشر فضل رحمان ويلي دي چي د جمعې د ورځي تر سخت باران وروسته په ناببره راغلي سېلاب کي د تلفاتو شمېر له ۵۴ څخه ۸۱ کسانو ته لوړ سوی دی.

هغه زياته کړې ده چي په هغو څو کليو کي چي سېلاب لاندي کړي دي نزدې ۸۵۰ کورونه په بشپړه توگه نړېدلي دي او تر ۱۰۰۰ زيات زيانمن سوي دي. د فضل رحمان په خبره په زرونو انسانان بې سرپناه سوي او خوراکي موادو دارو درمل او د څښاک اوبو ته سخته اړتيا ده.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمي ويلي دي چي پوځ لگيا دی له پلخمري څخه سېلاب ځپلي غرنۍ سيمي ته په څرخۍ الوتکو کي مرستي ورسوي.

د هغه په خبره که دغه کار د مځکي له لاري وسي نو ډېر وخت نيسي، ځکه چي سېلاب ځپلې ولسوالي د بغلان د مرکز پلخمري په ۱۴۰ کيلومتري کي په يوه غرنۍ سيمه کي ده چي ورته غځېدلي لاري ډېري خرابي دي. دغي ولسوالۍ ته له مرکز څخه تگ له اتو څخه تر نهو ساعتونو پوري وخت نيسي.

«۸۵۰ کوره له منځه تللي دي او تر ۱۰۰۰ زيات زيانمن سوي دي»
«۸۵۰ کوره له منځه تللي دي او تر ۱۰۰۰ زيات زيانمن سوي دي»انځور: STR/AFP/Getty Images

د گذرگاه نور ولسوالۍ د پوليسو مشر ويلي دي چي دوی ته تر اوسه پوري شاوخوا ۱۰۰ خېمې څو سوه کمپلان او يو څه خوراکي مواد رسېدلي دي چي دا د ناورين ځپلو له پاره ډېر لږ دي.

ويل کيږي چي د يو تعداد کورنيو غړي تر اوسه هم ورک دي او دوستان يې اوس هم د پيدا کولو په لټه کي دي. د بغلان ولايت د پوليس وياند جاويد بشارت د شنبې په ورځ له دويچه ويله سره په خبرو کي تائيد کړه چي يو شمېر انسانان ورک دي:

«بلې موږ په سيمه کي داسي کسان وليدلې چي د خپلو کورنيو په غړو پسې گرځېدل. هغوی ويل چي د کورنۍ غړي يې ورک دي.»

د افغانستان يوشمېر شمالي او مرکزي ولايتونه سږکال د ډېر اورښت په خاطر له سختو سېلابونو سره مخامخ دي. دغو سېلابونو د زياتو انسانانو ژوند اخيستی دی.

يوازي د می مياشتي په لومړيو کي په بدخشان ولايت کي تر سختو بارانو وروسته د يوې تپې د ښوېدني په پيښه کي په سونو انسانان ووژل سول او نژدې ۷۰۰ کورونه تر لاندي سول.

د بدخشان ناورين د تلفاتو دقيقي ارقام تر اوسه پوري هم معلوم نه دي. ځکه د اټکلونو له مخي تر ۵۰ متره خاورو او ډبرو لاندي د جسدونو پيدا کول ډېر سخت کار دی.