1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کې د پولیسو په ویاړ مشاعره وشوه

۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعه

په بغلان كې د غبرګولي په ۵مه شپه د دې ولایت او د افغانستان له نورو برخو څخه راغلو فرهنګیانو «د پوليسو ارمان د شاعر په ژبه» تر سرليك لاندې یوه مشاعړه جوړه کړه.

https://p.dw.com/p/152CT
انځور: DW

د دې مشاعري يوه تن سمبالونكي ليكوال او شاعر راز محمد راز، وويل چې كه څه هم ورته مشاعرې د شعر او ادب د بډاينې په موخه تر سره كېږي خو دوى په دغه مشاعره كې د يو ستر پيغام د لېږد هڅه کړې ده. نوموړي وويل: «موږ هڅه وكړه چې د شعر په ژبه د پوليس اصلي تصوير چې د ټولنې خدمتګار دﺉ خلكو ته وړاندې كړو.»

د هغه په وينا د افغانستان په شمال كې دا د خپل ډول لومړنۍ مشاعره ده چې د پولیسو د ټوپك او د شاعر د قلم د يارانې پيغام ئې له ځان سره درلود.

راز وويل چې په ياده مشاعره كې د يو لړ امنيتي لوړپوړو چارواكو په ګډون زيات شمېر پوليسو هم ونډه اخيستې وه. نوموړي زياته كړه چې د مشاعرې ته د بغلان د شاعرانو په ګډون د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه راغلو لسګونو شاعرانو خپل شعرونه واورول.

شاعر سمېع الله احدي له كابل څخه په يادې مشاعرې كې برخه اخيستې وه او خپل شعر ئې په كې ولوست. نوموړي وويل چې د مشاعرې له چاپيريال څخه ئې پوره خوند واخيست:

«د مشاعرې په ترڅ كې بار بار نرى نرى باران ورېد. خو د دې پر ځاى چې مشاعره ګډوډه كړي لا ئې پسې خوندوره كړه.»

نوموړي زياته كړه چې په لومړي ځل ئې داسې مشاعره كې برخه اخيستې وه چې د شپې تر ناوخته ئې برخوال ستړي نه شول. د بغلان ولايت د امنيې قومندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد، وويل چې بریکړه ئې کړې وه چې د شعر په ژبه د پوليس خدمت خلكو ته بيان كړي او په دغه کال كې بريالى شو.

ياده مشاعره چې د بغلان ولايت په مركز پلخمري ښار كې د يو مېلمستون په انګړ كې جوړه شوې وه د شپې تر دولس بجو اوږده شوه چې د شاعرانو د ښكلو شعرونو تر څنګ به د سندرغاړو سندرو ګډونكونكي ستړيا ته نه پرېښودل.

ايلم خان بلخي
کتونکی: مسعو جهش