1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کې ۱۱ تنه کان کیندونکي وژل شوي

۱۳۹۰ دی ۳, شنبه

د افغان چارواکو په وینا، ۱۱ تنه افغان کان کیندونکي، د بغلان ولایت د سکرو په یوه کان کې وژل شوي. دغه کسانو په غیر قانوني توګه په کان کیندلو لاس پوری کړی وو.

https://p.dw.com/p/13Ykl
په افغانستان کې لا تر اوسه هم زیاتره کانونه په زاړه سیستم استخراجیږي.
په افغانستان کې لا تر اوسه هم زیاتره کانونه په زاړه سیستم استخراجیږي.انځور: picture alliance/dpa

د بغلان ولایت والي د ویاند، محمد حقمل، په وینا دغه پیښه د جمعې « د ۲۰۱۱م کال د دسمبر ۲۳مه » په ماښام د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالې کې رامنځ ته شوې. د هغه په وینا یو شمیر ځایي خلکو د دولت له اجازې پرته د کان په کیندلو پیل کړی وو چې دغه پیښه رامنځ ته شوه. دغه ولسوالي د کابل شمال لویدیځ ته د ۲۰۰ کیلومیترو په واټن پرته ده. حقمل زیاته کړې:

« د جمعې په ماښام ناوخته یو شمیر ځایي خلکو د نهیرین ولسوالې په چنارک سیمه کې د سکرو یو کان کینده چې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۱۱ تنه ووژل شول.»

حقمل زیاته کړې چې پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته د مرستې په موخه رسیدلي دي. په افغانستان کې د سکرو د کانونو استخراج یو خطرناک کار دی، ځکه چې د یو طرفه د هوا د بدلون یا د تصفیه کولو سیستم وجود لري او د بل پلوه د ځان د خوندي ساتلو لپاره ډیر کم تجهیزات وجود لري.

افغانستان یو له هغي هیوادونو څخه دی چې ډیرې طبعي زیرمې لري. د اټکلونو له مخي دغه زېرمي تر ۳ ټريليونو امریکایي ډالرو زيات ارزښت لري.

خو د افغانستان ۳۰ کلنې جګړې د کانونو دغه استخراج د لویو ستونزو سره مخامخ کړی، د دې سربیره د بنسټیزو تأسیساتو نشتوالی او اختلاس لا نورې هغې ستونزي دي چې د کانونو په استخراج کې یې خنډونه رامنځ ته کړي.

د افغانستان د کانونو او د صنایع د وزارت د اسنادو پر اساس په پام کې ده چې په ۲۰۱۴م کال د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به، هر کال د ۵ کانونو د استخراج حقوق خرڅ کړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم