1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلجيم کي د ترهگرو پرضد عملياتو کي دوه تنه وژل شوي

آژانسونه۱۳۹۳ دی ۲۶, جمعه

په بلجیم کې د ترهگرو پر ضد عملیاتو کې دوتنه وژل شوي او يو تن ټپي شوی دی. د دغو عملیاتو په ترڅ کې څو تنه شکمن کسان نیول شوي دي. د بلجیم لوی څارنوالي په ټول هیواد کې د شکمنو ترهگرو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1ELUb
انځور: Reuters/Stringer

د پنجشنبې په ماښام (۲۰۱۵م کال د جنوري۱۵مه) د بلجيم يوې تلويزيوني شبکې (RTBF) خبر ورکړ چې په دغه هیواد کې د ترهگرو پر ضد د پولیسو په عملیاتو کې دوه تنه وژل شوي دي. وروسته بيا د بلجيم لوی څارنوالي هم دغه خبر تائید کړ.

دغه پيښه بلجیم د ليژ (Liège) ولایت په ورويه (Verviers) ښار کې رامنځ ته شوې ده، چې د آلمان د اخن ښار په ۳۵ کیلومترۍ کي موقيعت لري. د لوی څارنوالي په حواله په دغه ځای کې ترهگرو اول څو دقيقې د پولیسو پر ځانگړي ځواک فيرونه وکړل.

د وژل شوو کسانو هویت تر اوسه معلو نه دی. څیړونکي د یوې ترهگرې ډلي خبره کوي، چې گويا د دوی يو شمېر يې له سوریې څخه بیرته راستانه شوي ترهگر دي.

د بلجيم يوې تلویزونو شبکې (RTL-Info) خبر ورکړی دی، چې په دغه ښار کې داسي لس تنه موجود دي چې ویل کیږي د سوریې له جنگ څخه بیرته راستانه شوي دي. تر اوسه پوري لا دا معلومه نه ده چې دغو کسانو په سوريه کې له کومي ترهگري ډلي سره تړاو لاره.

د بلجیم لوی څارنوالي د مرکزي اروپا پر وخت ماښام ( اته بجې او ۲۰دقیقو) په بروکسل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ د ترهگرو پرضد د دغه هیواد د امنیتي ځواک د عملیاتو جزویات د رسنیو په اختیار کې ورکړل.

لوي څارنوالي وویل چې د بلجیم په «ورويه» ښار کې د افراطي اسلامپالو پر ضد د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. دغه درې تنه ځوانان تاز له سوریې څخه راستانه شوي ول. دوی د پولیسو تر څار لاندي ول او د دوی تلیفوني خبري اوریدل کیدلې.

د بلجیم د لوی څارنوالي په حواله دغه درې تنه ځوانان د ترهگرو بریدونو د پلانولو په حال کې ول. همدارنگه د دغه ښار په مترو کې یو بل وسله وال کس چې د"الله اکبر" نارې یې ورکول نیول شوی دی.

په دغه خبري کنفرانس کې لوی څارنوالۍ زیاته کړه چې په ټول هیواد کې د شکمنو ترهگرو پر ضد لس يرغلونه شوي دي. په دغو عملیاتو کې پولیسو ته زیان نه دی رسېدلی.

رویټرز خبري آژانس لیکلي دي چې په فرانسه کې د«چارلي ابدو» طنزي مجلې پر دفتر تر ترهگر يرغل وروسته چې په پایله کې یې ۱۲ تنه ووژل شول، د اروپايي هیوادونو امیتي ځواکونه ډیر هوښیاره شوي دي.

ځانگړي پوليس
ځانگړي پوليسانځور: picture-alliance/dpa/Hoslet