1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلجیم کې د ترهګری ضد عملیات روان دي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۱, سه‌شنبه

د بلجیم پولیس وایي چې یو شکمن کس یې تر هغه وروسته نیولی دی چې د هغه شکمنو کړو د بروکسل په زړه کې يوه پلورنځای ته نزدې د بم خطر رامنځ ته کړ. همدا اوس د اضطراري کړکیچ د مدیریت له پاره یوه غونډه روانه ده.

https://p.dw.com/p/1JAP5
Belgien Brüssel Bombenalarm in Einkaufszentrum
انځور: picture-alliance/Belga Photo/S. Knapen

بلجیمې چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې یو کس یې نیولی دی چې په احتمالي توګه یې په بروکسل کي د «سیتي ۲» سوداګریز مرکز ته نزدې له ځان سره یو بم لېږداوه.

د بلجیم د څارنوالۍ یوې ویاندي وویل: «یو سړی نن سهار په ۰۵:۳۰ بجو نیول شوی دی چې په احتمالي توګه یې له ځان سره بم لاره. او د پوځ د بمونو د خنثی کولو څانګه په دې اړه څېړني کوي چې ایا هغه بم لره او که نه.»

رسنیو رپوټ ورکړی دی چې په بلجیم کې د ترافیکو تګ راتګ د پولیسو او پوځ د حضور له کبله له ستونزو سره مخامخ شوی دی. د بلجیم د کړکیچ مرکز ویلي دي چې د دغې پیښې په اړه د لومړي وزیر چارز میکل، په حضور کې خبري رواني دي.

د بلجیم امنیتي ځواکونه اوس په آماده باش حالت کې دي. دا پیښه د پاریس د نومبر تر ترهګریز برید وروسته رامنځته کیږي چې برید کوونکي یا خو د بلجیم اتباع وو او یا یې هم په دې هیواد کې ژوند کړی وو.

د پاریس تر بریدونو وروسته د مارچ میاشتي پر ۲۲مه نېټه همداراز په بروکسل کې هم بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له بلې خوا د بلجیم پولیسو څو ورځې مخکې د هغو رپوټونو په تړاو پلټني پيل کړي چې ګواکې له دې هیواد څخه د فوټبال اروپايي سياليو ته ګواښ موجود دی. تر دغو تلاشیو وروسته درې کسان د «ترهګریز قتلونو د نیت لرلو» په تورن تورن شوي دي.