په بلخ ولايت کي د کوچيانو ستونزي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۰, سهشنبهله بلې خوا په بلخ ولایت کې د کوچیانو مشر بیا وایي چې په تیرو کلونو کې د کوچیانو له پاره څه نا څه کارونه شوي دي خو دومره نه دي چې د هغوی ژوند پرې هوسا شي.
که څه هم په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو د ژوندانه د ښه والي په برخه کې ډیر پرمختګونه شوي دي خو کوچیان حتی د ژوندانه د لومړنیو سهولتونو څخه هم بې برخې دي.
په بلخ ولایت کې د ۲۵ زرو په شاوخوا کې د کوچیانو کورنۍ میشتې دي، چې د اټکلونو له مخې په ټوله کې یې نفوس تر ۱۵۰ زرو تنو هم اوړي. د بلخ ولایت یو تن کوچي د خپلو ستونزو په اړه دویچه ویله ته وویل:
«د کوچیانو مشکل ډیر دروند دی، په تیر یو نیم کال کې زموږ سره هیچا هیڅ رنګه مرسته نه ده کړې. پخوا به مالداري ډیره وه قراقل به مو خرڅیده، د هغو وړۍ به خرڅیدې او خپله ګذاره مو پرې ډیره ښه کیده. اوس نو بس دلته پر سینه پراته یو.»
په بلخ ولایت کې مو د کوچیانو له امریت سره هم دغه ستونزه شریکه کړه. د کوچیانو د امریت مشر محمد فارق، وایي که څه هم په تیرو کلونو کې د کوچیانو له پاره یو څه کارونه شوي دي، خو دومره ډیر نه دي. هغه د دویچه ویله ته وویل:
«په بلخ ولایت کې کوچیان ډیرې ستونزي لري. د هغوی د بهبود له پاره یو څه کارونه شوي دي، دفتر ورته جوړ شوی دی، ښوونځي ورته جوړ شوي خو هغه کفایت نه کوي. د بیلګې په توګه کوچیان د مرکز څخه په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي. د هغوی له پاره په دغه سیمو کې کلینک نشته، کله چې یو سخت ناروغه ولري او تر مرکزه یې رارسوي، نو هغه په لاره کې له منځه تللی وي.»
ښاغلي فاروق زیاتوي که څه هم د بلخ ولایت کوچیان په ولسي جرګه کې دوه استازي لري خو دغه یوازې په تش په نوم وکیلان دي او تر دمګړې یې د کوچیانو له پاره کوم بنسټیز کارونه نه دي تر سره کړي.
خو په ولسي جرگه کي د کوچانو استازي پروین درانۍ له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: په تیرو څو کلنو کې په ټول افغانستان کې پر کوچیانو ډیره تنګسه راغلې ده او د نفوس د ډیر والي له کبله د کوچیانو علفچرونه، د مالونو د اوبه خور چشمې او پسرلنۍ مېني ټولي څه د ځایې خلکو او څه د مځکو د غاصیبینو له خوا نیول شوي دي.
هغې زياته کړه، د دې له پاره چې د دوی د مالدارۍ له منځه تللو مخنیوۍ شوی وي، په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي د اړوندو ادارو د مسئولینو سره په ګډه کار کوي
د زور واکانو له خوا د څړ ځایونو غصبیدل
له دې ټولو سره سره د کوچیانو یوه بله لویه ستونزه د ځايي زور واکانو له خوا د څړ ځایونو غصبول دي. صدمیشت چې د بلخ ولایت مشهوره څړ ځای بلل کیږي د کوچیانو د امریت د مشر په وینا ۸۰ سلنه یې د ځایي زور واکانو له خوا ولکه شوی دی.