1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي دانتخاباتوخپلواک کميسون په رشوت اخيستوتورن دی

۱۳۸۹ شهریور ۱۹, جمعه

په داسي حال کي چي په هيواد کي ددوهمي دورې پارلماني انتخاباتو ته ډيري لږ ورځي پاته دي ، اودرايه ورکولو په ټولومرکزونوکي انتخاباتي مواد اوصندقونه ځای پرځای سوي

https://p.dw.com/p/P9QI
انځور: AP

اوياهم دځای پرځای کيدو په حال کي دي ، په بلخ ولايت کښي دولسي جرګې دپاره يوتعداد کانديدان په دغه ولايت کي د انتخاباتوخپلواک کميسون د بډايو کانديدانو لخوا په رشوت اخيستو باندي تورنوي .

په مزارشريف کي دولسي جرګې دپاره دغه کانديدان ادعاکوي چي په دغه ولايت کي د انتخاباتو دخپلواک کميسون مسؤلين ديوتعداد بډايو اوشتمنو کانديدانو څخه په رشوت اخيستو سره دهغوی دخوښي کسان دساحوي ناظمينو اوانتخاباتي مامورينو په حيث ګمارلي دي .

کانديد حاجي محمد عبدو وايي چي ماړه کانديدان کوښښ کوي ترڅو د انتخاباتي کميسيون مامورينوڅخه په خپله ګټه استفاده وکړي »

همداشان په مزارشريف کي دولسي جرګې بل کانديد هم په دې برخه کي انديښنه لري او د مربوطه دولتي ادارو څخه غواړي ، دغه مسله په کلکه وڅيړي ، ترڅو انتخابات په شفا ف ډول ترسره سي .

همدارنګه دبلخ ولايت بله کانديده حميراهم انتخاباتي خپلواک کميسيون په رشوت اخيستو تورنوي اووايي « زماهيله داده چي دشکايت اوريدلو کميسيون اوڅارنوالي دغه مسله په کلکه وڅيړي »

ميرمنحميرا وايي که چيري دغه ډول ناظمين اومامورين د دندي څخه ليري نسي، د انتخاباتو شفيافيت به ترپوښتني لاندي راسي ، اود ډيرو درغليو او لاس وهنوامکان هم سته . خودبلخ ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر عزت ا لله ارمان د کانديدانو دغه ادعا وي بېځايه بولي ،او وايي « دغه ما مورين ټول دتحصيل ، لياقت اوتجربې پر اسا س دآزاد رقابت اوسياليود لاري ديوه امتحان وروسته د انتخاباتو دخپلواک کميسيون دمرکزي دفترلخوا ټا کل سوي دي »

دی وايي که چيري دوی پوه سي چي کوم ناظم اومامورد کوم کانديد په ګټه فعاليت کوي، د وظيفې څخه به يې ليري کړي . ښاغلي ارمان زياتوي چي ددغه ولايت د انتخاباتوخپلواک کميسيون تردم ګړيه په دغه ولايت کي د انتخاباتودخپلواک کميسيون 17 کارکونکي کانديدانوته دفعاليت په تورد وظيفې څخه ليري کړي دي .

دولسي جرګې انتخابات چي ټا کل سوېده د سنبلې پر 27 تاريخ ترسره سي ،ددغي پروسې دپاره دمطمن امنيت نه موجوديت اودتقلب احتمال خلک انديښمن کړي دي .

عبدالحميد صافي

کتونکی : محمد قاسم نوري