1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي د پښتنو د يووالي ټولنيزه شورا پرانستل سوه

۱۳۸۹ دی ۷, سه‌شنبه

د دغه شورا مشرتابه وايي د دوي هدف دا دي ترڅو د دغه شورا له لاري په دغه ولايت کي قومونه سره يو او د پښتنو په وړاندي شته ستونزي هواري سي.

https://p.dw.com/p/QkfQ
د شوراغړي او ګدون کونکي په دې هيله دي چي له همدې لاري به وکولای سي له خپلو حقوقونو څخه دفاع وکړي.
د شوراغړي او ګدون کونکي په دې هيله دي چي له همدې لاري به وکولای سي له خپلو حقوقونو څخه دفاع وکړي.انځور: DW

دغه شوراچي په مزارشريف کي جوړه سوې وه د بلخ ولايت د پښتنو کابو ۷۰۰ استازو پکښي ګډون کړی و.

د بلخ ولايت د پښتنو د سمون او يووالي د شورا ريس امير جان ناصري وايي د دغه شورا هدف دا دی تر څو په بلخ ولايت کي قومونه سره غاړه غړی او د پښتنو په وړاندي شته وو مشکلاتو ته د هوارۍ لاره ومندل سي.

« القاعده ، طالب ، د مخدره توکو قاچاق کونکي هغه نومونه دي چي پښتانه يي په تور په دغه ولايت کي د امنيتي ارګانونو لخوا نيول کيږي اويا هم زورول کيږي.»

د دغه شورا غړي هيله مند دي چي دغه شورا به وکولای سي د دوی په وړاندي شته ستونزي هواري اوله حقونو ځخه يې دفاع وکړي د بلخ ولسوالي د پښتنو استازی ځونډي وايي.

« په سيمه کي مو ټولنيزي ستونزي ډيري دي خو دا چي دا يوه رسمي شورا ده او د عدليه وزارت لخوا ثبت اوراجستر سوې نو دې ته يو څه د اميد سترګي سته دي.»

د دغي شوراغړي او ګدون کونکي هم هيله مند دي چي له همدې لاري به وکولای سي له خپلو حقوقونو څخه دفاع وکړي.

د شوار پرانيست غونډه
د شوار پرانيست غونډهانځور: DW

د بلخ ولايت د پښتنو د يووالي اوسمون د شورا مشر تابه وايي، د هر ډول تبعيض قومي، سمتي ، مليتي ، مذ هبي ،اوژبني تبعيض سره مبارزه ددغه شورا د اهدافو څخه دي.

هغه وايي شورا بايد د اسلامي جمهوريت د اهدافو پلي کول ، د ټولو ځوانانو لپاره چي د زده کړي څخه بې برخي دي د پوهي اوزده کړي زمينه برابرول ،د شمال ولايتنو د قومونو ترمينځ د ورورولۍ د فضا رامينځ ته کولو دپاره گړندي گامونه پورته کړي.

د شورا ريس امير جان ناصري زياتوي دغه شورا اوس مهال د بلخ ولايت څخه خپل فعاليت پيل کړی او هڅه به وسي ترځو ټول شمال ته خپل فعاليت وغزوي.

د هيواد د اساسي قانون د ۳۵ مادې او د ټولنيزو سازما نونو د دوهمي مادې په اساس داسي شوراګاني په افغانستان کي د فعاليت حق لري.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل