1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون پرانستل سوی

۱۳۸۹ اسفند ۱۶, دوشنبه

د ښځو د نړيوالي ورځي په وياړ په مزارشريف کي د شمال د څلورو ولايتونو بلخ ، جوزجان ، سرپل او سمنګان د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون پرانستل سو.

https://p.dw.com/p/R6p7
د بلخ ولايت د مېرمنو د لاسي صنايعو يو پلورنځی
د بلخ ولايت د مېرمنو د لاسي صنايعو يو پلورنځیانځور: DW

د بلخ ولايت د ښځو د چارورياست مسولين وايي دغه نندارتون چي پنځه ورځي به د خلکو پرمخ خلاص وي د مېرمنو په لس ګونو قلمه په لاس جوړ سوي شيان پکښي د پيرلو لپاره ايښودل سوي دي.

د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده ، له دغي ورځي څخه په استفادې سره مېر مني هڅه کوي تر څو په ټولنه کي خپله کاري توانمندي په ډاګه کړي ، چي په همدې موخه د مزارشريف ښار په باغ زنانه کي د شمال د څلورو ولايتونو د مېرمنو لاسي صنايع نندارې ته ايښول سوي دي.

د بلخ ولايت د ښو د چارو رياست مشره فريبامجيد وايي، دغه نندارتون ددوی په نوښت جوړ سوی او دوی هر کال د همدا راز ننداتون په پرانستلو سره په دې توانيدلي چي هم د ښځو کاري وړتيا په ډاګه کړي اوهم ددوی دلاسي صنايعو لپاره بازر برابر کړي.

ددغه نندارتون هټيواله مېرمن شهناز مرادي وايي، بل وخت ددوی لاسي صنايع چندان بازار نه لري او دا د يو څو ورځو لپاره ښه فر صت دی چي دوی خپل توکي وپلوري.

په دغه نندارتون کي د خلکو او په ځانګړي توګه د مېرمنو ګڼه ګونه هم ډيره ده. يوه مېرمن چي ځان فضيله ښيي وايي، دلته راغلې يم چي دغه نندارتون ووينم او وګورم چي کوم شی مي خوښ سي هغه رانيسم ، زما په اند دا يو ډير ښه کار دی.

د بلخ ولايت د ښځو د چارو رياست مسولين وايي دوی په پام کي لري چي د رانوي لمريز کال په پيل کي چي د نوروز جشن هم وي ، د حضرت علي کرم الله وجه د روضي مبارکي په چهارباغ کي هم د مېرمنو د لاسي صنايعو د باز لپاره يو نندارتون پرانيزي.

دا په داسي حال کي ده چي په شمال ولايتنوکي مېرمني تل د خپلو لاسي صنا يعو لپاره د مارکيټ د نشتوالي له کبله سرټکوي او له دولت نه ګيله لري چي د مېرمنو د سودا ګرۍ دودي په پرخه کي يې کوم کارندی کړي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل