1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي ۴۰ کتابونه پښتو ته ژباړل کيږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

بلخ ادبي خوځښت د پښتو ژبې د ليكلو د ارونو د څلورمياشتني وركشاپ له پاى ته رسېدو سره سم د ژباړي له لاري د پښتو ليكلو په برخه كې د ځوانانو د روزني لړۍ پيل كړه.

https://p.dw.com/p/14saA
انځور: DW

د دغي لړۍ موخه په بلخ ولايت كي د لسونو كتابونو د ژباړي تر څنګ د يو شمېر پښتنو ليكوالو روزل دي.

دغه لړۍ، ځوانانو ته د كتابونو تر سپارني وروسته په پرله پسې توګه د ژباړي د څارني غونډي لري، چي ژباړونكو ته پكښي سالمي مشورې او لارښوونې كېږي.

د دې لړۍ مشر ذبيح الله احساس دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل، چي په پيل کې له بېلابېلو اقتصادي او ځينو نورو ستونزو سره مخامخ شول، خو د ځوانانو د يوې كړۍ په جوړېدو بريالي شول او د سيمي د مشرانو په مرسته ئې هر څه په سمه توګه پر مخ ولاړل:

«په پيل کي مو دا تمه نه وه، چي تر دې ځايه به راځوو او کتابونه به ليکو او ژباړو؛ خو دا د ځوانانو تلاښ او هلي ځلي وې چي نن دا دئ د څو کتابونو د ژباړي شاهدانو يو.»

نوموړي زياته كړه، چي تر دې وروسته به بلخ، د دري ژبي ترڅنګ د پښتو ژبي د فرهنګي مرکز په توګه هم ياديږي او دغه هڅې به څنګ تر څنګ پر مخ ځي.

د بلخ ادبي خوځښت د مشرانو په خبره د ژباړي په دې لړۍ کې بېلابېل سياسي، علمي، ادبي او ټولنيز کتابونه شامل دي.

د ژباړۍ د لړۍ يو ګډونوال، عبدالله خاکسار چي له دري ژبې څخه ئې يو کتاب پښتو ته اړولی دئ وايي، چي د ژباړي په پيل کې ئې څه ناڅه ستونزي درلودې، خو اوس په ژباړه کي هېڅ ډول ستونزه نه لري او کولای شي چي له دې وروسته په اسانۍ سره کتابونه وليکي او وژباړي:

«له پخوا راهيسي مي له ادب سره مينه وه، په ډې لټه کي وم چې څرنګه وکولای شم ليکل وکړم، همدا وو چې له بلخ ادبي خوځښت سره ملګری شوم او خوشبختانه اوس کولای شم چي پخپله ژبه ښه ليکل وکړم.»

د بلخ ادبي خوځښت غړو پرېکړه کړې ده، چي پښتو ژبي ته به له ۳۰ څخه تر۴۰ پوري کتابونه ژباړي، چي تر دې مهاله ئې شپېته فيصده کار بشپړ شوی دئ.

د ژباړي دغه لړۍ هغه وخت پيل شوه، چې د بلخ ادبي خوځښت نزدې څلوېښت ځوانانو او نجونو ته د پښتو ژبي د ليكلو د لومړنيو ارونو د زده كړې تر نامه لاندي په څلور مياشتيني ورکشاپ کي روزنه ورکړل شوه.

دغه ورکشاپ په افغانستان كي د المان د فرهنګي مركز- ګويته انيستيتوت په مالي ملاتړد بلخ ادبي خوځښت له خوا تر سره شو.

جاويد واک/ بلخ
کتونکی: نجيب الله زيارمل