1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي ۵۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

په مزاشریف ښار کي د ۵۰۰ بستریز روغتون د جوړیدو کار بشپړ او په فعاليت ئې پيل وکړ. پر روغتون باندي ۲۲ میلیونه یورو لگښت راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/14ufs
انځور: DW

د نوموړي روغتون د جوړیدو چارې چې درې کاله د مخه د المان او سویډن هیوادونو په مالي مرسته پیل شوې وې د هیواد د عامې روغتیا د وزیری ډاکټر ثریا دلیل او په افغانستان کې د المان هیواد، د سفیر له خوا پرانیستل شو.

د غه روغتون چې د مزارشریف د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ تر څنګ په ۴ پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دئ پرې ۲۲ میلیونه یورو لگښت راغلی دئ.چې ۱۳ میلیونه ئې د المان او یو میلیون ئې د سویډن د هیواد له خوا ورکړل شوي دي. پر دې سربیره د جاپان هیواد د دغه روغتون د روغتیایي وسایلو او تجهیزاتو له پاره ۹ میلیونه یورو هم ځانگړې کړي دي.

د یاد روغتون د پرانیستلو په غونډه کې د هیواد د عامې روغیتا وزیرې ډاکتر ثریا دلیل په خپلو خبرو کې د روغتیا په برخه کې د یو لړ نورو پروګرامونو څخه یادونه وکړ:

د روغتون په پرانیست غونډه کې ثریا دلیل، په افغانستان کې د المان سفیر او د بلخ والي عطا محمد نور گډون درلود.
د روغتون په پرانیست غونډه کې ثریا دلیل، په افغانستان کې د المان سفیر او د بلخ والي عطا محمد نور گډون درلود.انځور: DW

« موږ د روغتونو د اصلاح پروګرامونه تر لاس لاندې لرو چې دغه پروگرام به دهیواد په اکثره ولایتونو کې پلي کړو چې پکښې د بلخ ولایت هم شامل دئ.»

میرمن دلیل په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په دغه پروګرام کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړ والی هم شامل دئ چې په عملي کیدو به ئې تر ډیره حده په هیواد کې روغتیایي ستونزی هوارې شي.

له بلې خوا د بلخ ولایت والي عطا محمد نور، هیله څرگنده کړه چې د دغه روغتون تر جوړیدو وروسته به د شمال خلک دې ته اړ نه وي چې د درملنۍ په موخه له هیواد څخه بهر سفر وکړي:

« موږ تر اوسه داسې یو مجهز روغتون چې د وسایلو برابرول ئې هم په پام کې نیول شوي دي نه درلود. اوس به د روغتیا په برخه کې زموږ د خلکو ستونزې هوارې شي او د هغو لګښتونو مخه به ونیول شي چې زموږ خلک ئې د درملنۍ په موخه په نورو هیوادونو کې مصرفوي.»

د بلخ والی په دې برخه کې د المان هیواد له مرستو څخه هم مننه وکړه:
«هغه څه چې زه غواړم دلته ترې یادونه وکړم هغه د المان د هیواد له خوا تل زموږ سره په زیر بنایي پروژو کې مرسته ده او په دې برخه کې ئې موږ تل تمویل کړې یو.»

په همدې حال کې په افغانستان کې د المان سفیر رودګر کونیگ، په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د خپل هیواد په مرستو ټینګار وکړ او ویویل چې هیواد به ئې له ۲۰۱۴م کال ورسته هم افغانستان یوازې پرې نه ږدي او په ملکي برخو کې به له دغه هیواد سره خپلې مرستی لا پسې ډیرې کړي.

عبدالحمید صافی/ مزار شریف
کتونکی: سید ریاض