1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کې بارانونو ۵۰۰ کورنۍ بې ځایه کړي دي

۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبه

د بلخ په ولایت کې بارانونو شاوخوا ۵۰۰ کورونو ته زیان رسولی دﺉ. د دغو کورونو اوسیدونکي اوس سختو مرستو ته اړیتا لري.

https://p.dw.com/p/14A2S

تیره اونۍ په بلخ ولایت کې سخت بارانونه وشول. د دغو بارانونو له کبله د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې سیلابونه راغلي دي چې یو شمیر کورونو ته ئې سخت زیان رسولی دئ.

د بلخ ولایت د نهرشاهي د ولسوالۍ ولسوال شیر محمد ابوطارق، وایي چې د تیرې اونی بارانونو له کبله په دغې ولسوالۍ کې څه د پاسه ۵۰۰ کورونه اوبو نیولي دي. هغه زیاتوي چې د دغه شمیر کورونو له ډلې څخه ۲۰۰ ئې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي او نور ئې هم د نړیدو په حال کۍ دي.

د دغې ولسوالۍ څه د پاسه ۵۰۰ کورنۍ چې د سیلابونو له کبله بي ځایه شوي دي او د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف، نورو سمیوته ئې پناه وړې ده بیړنیو مرستو ته سترګې په لاره دي.

دغه کورنۍ وایي چې تر اوسه پورې له هغوی سره د دولت له خوا کومې مرستې نه دي تر سره شوي. دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ولایت د طبیعي پېښو پړ وړاندې د مبارزې د ادارې مسئولین له زیانمن شوو کورنیو سره د مرستو د چمتوالي خبر ورکوي.

د بلخ ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر رحمت الله زاهد، وایي چې افغان حکومت د زیانمنو شوو کورنیو له سروې وروسته له هغوی سره د خوراکي موادو او نقدو پیسو مرستې په پام کې نیولي دي.

په همدې حال کې د بلخ ولایت اوسیدونکي له افغان حکومت څخه غواړي چې د بارانونو له خوا د سیلابونو د رامنځ ته کیدو د مخنیوي له پاره پر لازمو اقدامونو لاس پورې کړي.

حمید صافی
کتونکی: مسعود جهش