1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کې د سوداگرو مېرمنو وضعیت ښه شوی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبه

د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست مسئولین وایي چې په تیرو دوو میاشتو کې سوداګري مېرمني په صنعتي او سودا ګریزو کارونو کې ښې لاس ته راوړنې لري.

https://p.dw.com/p/162dq
انځور: DW

د بلخ ولایت د ښځو د چارو ریاست د مسئولینو په وینا دوی د یو شیمر بهرنیو موسسو په مالي ملاتړ اوسم په مزاشریف کې صنعتګرو او سودا ګرو مېرمنو ته په بیلا بیلو برخو کې ۵۰ پروژې ترلا س لاندې لري.

په بلخ ولایت کې یو ش مېر مېرمنې له څو کلونو راهسې په لاسي صنایعو او نورو اقتصادي برخو کې ښه فعالیت لري.

د دغه ولایت د سوداګرو ښځو د چارو رئیسه فریبا مجید، وایي هغه ارزونۍ چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د سودا ګرو مېرمنو د توانمندۍ په برخه کې شوي دي، ښیي چې هغوی پخپلو صنعتي او سودا ګریزو فعالیتونو کې ښې لاس ته راوړنې لري.

Frauen Bazaar in Mazar-e Sharif Afghanistan
انځور: DW

د مېرمنو د تولیداتو د خرڅلاو له پاره په مزاشریف کې دوه ځانګړي مارکیټونه هم شته چې د ۵۰ په شاوخوا کې دوکانونه لري او دوکاندارانې ئې هم مېرمنې دي.

په «باغ زنانه» مارکیټ، کې رخسار هغه مېرمن ده چې په وینا ئې خپله د لاسي تولیداتو یوه ټولنه لري چې نزدې سل تنې مېرمنې پکشې په کار بوختې دي.

دغه مېرمن زیاتوي چې پخوا د دوی تولیداتو بازار نه درلود خو اوس د دوی د تولیداتو ډیره برخه له هیواد څخه د باندې او یا هم نورو ولایتونوته وړل کیږي او همدا لامل دئ چې د دوی د لاسي صنایعو تولیداتو هم وده کړې ده.

له بلې خوا د بلخ ولایت د ښځو د چارو د ریاست د فرهنګي څانګې مدیره مسعوده مولوي زاده، وایي چې دوی د مېرمنو د خود کفایې له پاره په بیلا بیلو برخو کې د زده کړو پروګرامونه هم تر لاس لاندې لري.

د سوداګرو ښځو د کیمټې مسئولین وایي چې که چیرې په دغه ولایت کې ولایت کې دولت او مرستندویه ټولنې د خپل ملاتړ کچه لوړې کړي، نو دوی به یو شمېر نورو مېرمنو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

عبدالحمید صافی/ مزاشریف
کتونکی: سید ریاض