1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلغاریا کې د کډوالو په کمپ کې پیا ګډوډي رامنځ ته شوي

۱۳۹۵ آذر ۵, جمعه

چارواکو ویلي چې د بلغاریا په تر ټولو لوی کمپ کې ۱۵۰۰ کډوالو ګډوډۍ رامنځ ته کړي چې په ترڅ کې یې ۱۴ پولیس ټپیان شوي او ۲۰۰ مظاهره کوونکی بیا د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2TDwI
Bulgarien - Ausschreitungen in Flüchtlingszentrum in Harmanli
انځور: Reuters/T. Petkov

د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر ګیورګي کوستوف، د BNT تلویزیون ته د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل: «د ټپي شویو پولیسو شمیر ۱۴ تنو پورته شوی دی.» هغه زیاته کړې ده: «تر ۲۰۰ ډیر مهاجر نیول شوي دي خو امکان لري چې نور هم ونیول شي.»

کډوډۍ هغه وخت رامنځ ته شوې چې قهرجنو مهاجرو، چې ډیر یې افغانان دی، د موټرو ټایرونو ته اور ورته کړ، پولیس او نورو تنظیم یې په تیږو وویشتل. دغه ګډوۍ د ترکیې پولې ته نزدې پروت کمپ «هرمنلي» کې رامنځ ته شوې دي. مهاجرینو د پنجشنبې په ورځ وختي په دې کمپ کې د هغه قانون پر ضد احتجاج کړی وو چې له مخکې یې تر روغتیایي آزموینو مخکې مهاجرینو ته له کمپه د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

د پولیسو ځایي مشرې نینا نیکولوا، د فرانسې خبري آژانس ته د پنجشنبې په ورځ وختی ویلي وو چې وضعیت اوس تر کنترول لاندې دی خو په همدې ورځ ناوخته یو ځل بیا ستوزې رامنځ ته شوې او پولیس پر کډوالو باندې د وبو پاشلو ته اړ شول چې هغه کډوال بیرته د کمپ ودانۍ ته واستوي چې غوښتل یې له دې ځای بهر ووځي.

په دې کمپ کې ۳۰۰۰ یو څه ډیر کډوال اوسیږي او په اوکتوبر میاشت کې هم په کې مظاهرې شوې وې. هغه وخت هم په سلهاو افغان مهاجرو غوښتل چې ورته د غربي اروپا هیوادونو په لور د تلو اجازه ورکړل شي.

بلغاریا له ترکیې سره پر خپل پوله کتاره لري او په تیروکلونو کې د اروپا د کډوالو د کړکیچ له کبله ډیره اغیزمنه شوې نه ده، خو بیا هم په دې هیواد کې ۱۳۰۰۰ کډوال میشت دي چې ډیر یې افغانستان پورې تړاو لري، او غواړي د اروپا نورو هیوادونو ته ولاړ شي.