1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلفاست کې بيا د بيرغ په سر شخړه شوې

۱۳۹۱ دی ۲۳, شنبه
https://p.dw.com/p/17ItV

د شمالي ایرلند په پلازمینه بلفاست کې د بیرغ پورته کولو د موضوع پر سر د روانو لارینونو په ترڅ کې یو ځل بیا د پولیسو او بریتانیاوي پلوه مظاهره کوونکو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې دي.

مظاهره کوونکو پولیس په ډبرو او بوتلونو وویشتل او موټرو ته یې اور ورته کړ. چارواکو ویلي دي چې د بل شوي اور له کبله ډیر شمیر پولیس ټپیان شوي دي

مظاهر کوونکي له څو اوونیو راهیسې د ښاروالۍ پر هغې پریکړې باندې نیوکه کوي چې له مخې یې یوازې د کال په څو مهمو ورځو کې د بریتانیا بیرغ پورته کیږی.