1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بند کي د ليکوالانو ورځ

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۴, جمعه

په بند کې د لیکوالانو ورځ، د هغو لیکوالانو په یادون تر سره کیږي، چې یا بندیان وي او یا هم تر تعقیب لاندي وي. د لیکوالانو آلماني ټولنه چي انگلیسي مخفف یې PEN دی، خپل برخلیک ته ډیره متوجه ده.

https://p.dw.com/p/1AIQp
انځور: picture-alliance/dpa

په بند کې د لیکوالانو له کمېټې څخه زاشا فیوشیرت وایي چې د دوی کمېټه د ډیرو خلکو له پاره یوه مهمه نښاني ده.
دویچه ویله، له هغه سره یوه مرکه کړې ده.

دویچه ویله: ښاغلی زاشا هر کال د نومبر میاشتې پر پنځلسمه نیټه، «په بند کې د لیکوالانو ورځ» په نړیواله کچه د هغو لیکوالانو او ژورنالیستانو په یاد تر سره کیږي، چې یا بندیان وي او یا هم تر تعقیب لاندې وي. نو هرکال سړی باید دا پوښتنه تاز کړي چې په کوم ځای کې لیکوالان په ځانگړي توگه له خطر سره مخامخ دي؟

زاشا: په نړۍ کې ډیری محراقي ځایونه شته. په اوس وخت کې د ژورنالیستانو او لیکوالانو له پاره تر ټولو خطرناک ځای د مکسیکو هیواد دی. په دغه ځای کې هغوی نه یوازي د حکومتي غچ اخیستني له اقداماتو سره مخامخ دي، بلکې د مخدره موادو له بانډونو یا ډلو له لوري هم له گواښ سره مخامخ دي. موږ په اوس وخت کې «د ليکوالانو د تبعید په پروگرام» کې یوه همکاره له مکسیکو څخه آلمان ته راوسته چې باید په عاجل ډول یې دغه هیواد پریښی وای، ځکه چې هغه د مرگ له گواښ سره مخامخ وه.

دویچه ویله: څرنگه تاسې آلمان ته د هغې پر راوستلو باندي بریالی شوئ؟

زاشا: هغه خپله وتوانیده چې له هيواد څخه دباندي سفر وکړي او تر هغه وروسته موږ د لیکوالانو د تبعید په پروگرام کې هغې ته یو تحصیلي بورس ومانه چې درې کاله دوام کوي. دغه مرستي د آلمان د فدرالي بودجې له خوا ورکول کیږي او هغه کولای شي د دریو کلونو له پاره د امن په فضا کې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

دویچه ویله: د پین مرکز، تر کومه سرحده د لیکوالانو له کار سره د هغوی د کار په برخه کې ملاتړ کولای شي؟

زاشا: طبعي خبره ده چې موږ په آلمان کې پراخه شبکه لرو، موږ په دې ځای کې د لیکوالانو ستره ټولنه یو، چې اړیکې وساتلای شو. موږ هغوی ته پروگرامونه جوړوو، مطالعې او بحثونه پر لار اچوو تر څو هغوی د خپل کار او برخلیک په اړه رپوټونه ورکړای شي.

دویچه ویله: موږ د هغو لیکوالانو په هکله خبري وکړې چی په څپلو هیوادونو کي تر فشار لاندي دي، خو بیا بریالی شوي دي چي له خپلو هیوادونو څخه ووځي. خو ستاسو کمېټه له آلمان څخه د هغو لیکوالانو له پاره څه کولای شي، چې په خپلو هیوادونو کې لا تراوسه بندیان پاته دي؟

زاشا: له منطقي لحاظه په دې برخه کې موږ لږ بریا لرو. خو موږ د هغوی قضيې او پیښي د خلکو غوږونو ته رسولای شو او د هغوی قضيې ژوندی ساتلای شو. د هغوی په هکله موږ په خپله انترنیټ پاڼه او ټولنیزو شبکو کي خبري کوو، طبعي خبره ده چې د هغوی قضیې د رسنیو له لارې هم نشر ته سپاروو. کله چي د هغوی قضیې د خلکو غوږو ته ورسیږي، نو بیا دیکتاتوران او غیر قانوني رژیمونه دغه په آسانۍ سره نه شي ورکولای. د عامو خلکو خبرتیا موږ ته ډیره مهمه ده. د دې ترڅنگ موږ هڅه کوو چې له بندي همکارانو سره اړیکه ونیسو، د خطونو له لارې له هغوی سره په رابطه کې اوسو، تر څو هغوی په دې خبر شي چې هغوی هیر شوي نه دي. خو له بده مرغه دغه بریا په هره پيښه کې صدق نه کوي.

دویچه ویله: څرنگه تاسې ځوابي تماس تر لاسه کوئ؟ یعنې دا آسانه خبره ده چې یو سړی ووایي زه په قزاقستان کې په زندان کې یم؟

زاشا: تاسې د قزاقستان نوم واخیست. زه به تاسې ته د شاعر آرون اتبک د پیښې په اړه ووایم. موږ له هغه سره په کتبي ډول په تماس کې یو، شاوخوا ۸ اوونۍ تر مخه موږ هغه ته یو خط ولیږی او هغه په دې وتوانید چې موږ ته بیرته ځواب راکړي. هغه په یوه اوږده خط کې موږ ته په یوه خپل شعر کې ځواب راکړ. بې له شکه چې زیاتره وخت دغه لیکونه تر سانسور لاندې وي. یو شمیر لیکوالان زموږ لیکونه تر لاسه کولای شي خو ځواب نه شي راکولای. له ډیرو څخه موږ وروسته خبریږو چې هغوی لیکونه تر لاسه کړي وي. که دغه لیکونه سانسور شوي هم وي، خو د ډیرو له پاره دا یوه مهمه نخښه نښانه وه.

دویچه ویله: آیا تاسي اندیښنه نه لری چي اوس په هغو دولتونو کي هم پټي څارني رواني دي چې د قانون د حاکمیت او د آزادۍ لرلو دعوی کوي؟

زاشا: ښکاره ده چی دې موضوع ته موږ په اندیښنې سره کتنه کوو. په حقیقت کي د بیان آزادي یو بنسټيز حق دی چي پرته له هغه څخه دیموکراسي معنی نه لري. رښتیا هغه څه چي اوس په ځینو لویدیځو هیوادونو کي تیریږي، موږ يې سخت اندیښمن کړي یو. موږ په دې هکله هم خپل نظر څرګند کړی او هم يې څرګندوو.