1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بنګلدیش کې د چین پانګونو هندوستان اندیښمن کړی

۱۳۹۵ مهر ۲۴, شنبه

د چین لومړی وزیر د بنګلدیش په یوه دوه ورځني سفر بوخت دی او تمه کیږي چې د داوړو هیوادونو ترمنځ به د شاوخوا ۲۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګونې تړون لاسلیک شي. دغه کار ښايي هندوستان انديښمن کړي.

https://p.dw.com/p/2RGNw
Bangladeschs Premierministerin Sheikh Hasina trifft Chinesischen Präsidenten Xi Jinping 2014
انځور: picture-alliance/dpa/W. Zhao/Pool

د چین لومړي وزیر اوس مهال د بنګلدیش په دوه ورځني رسمي سفر بوخت دی. نوموړي د هندوستان په کوربه توب د برکس د ناستې مخکې بنګلدیش ته تللی دی.

شي جن پنګ، د چین لومړي وزیر په لومړي ځل بنګلدیش ته په یوه دوه ورځني سفر د دې هیواد پلازمینې ډاکه ته رسیدلی دی. د بنګلدیش حکومت تمه لري چې د چین د لومړي وزیر د راتګ پرمهال به د دواړو هیوادونو ترمنځ د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونو ته عملي بڼه ورکړل شي.

اوس مهال دا څرګنده ده چې د بنګلدیش حکومت د اقتصادي غښتلتیا لپاره د بهرنیو هیوادونو د پانګونې د جلب په هڅه کې دی. د همدې کار لپاره د بنګلدیش حکومت له چین سره د خپلو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هڅه کې دی.

د بلنګدیش د حکومتي چارواکو په حواله د چین د لومړي وزیر د سفر پرمهال به د دواړو هیوادونو ترمنځ د پانګونې او قرضي ګڼ شمیر هوکړه لیکونه لاسلیک شي. د دغو قراردادونو پربنسټ د بیجینګ حکومت به په بنګلدیش کې د شاوخوا ۲۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. بنګلدیش تمه لري چې د ترانسپورتي خدمتونو ترڅنګ به د انرژي په برخه کې هم د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانوګونو هوکړه لیک لاسلیک شي. که دا پانګونه عملي بڼه غوره کړي، په دې کار سره به د بنګلدیش ۱۷۰ میلیونه د نفوس ډیری برخه په کار وګمارل شي او خلکو ته به د کار نوي فرصتونه رامنځ ته کړي.

ډاکه ته د خپل سفر په اوږدو کې، د چین لومړی وزیر شي جنګ پنګ به د یو صنعتي پارک د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي. دغه صنعتي پارک د بنګلدیش په ستراتیژیک ښار چټاګانګ کې جوړ شوی دی. د بنګلدیش د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي چې په دې صنعتي پارک کې چینايي شرکتونو ته د ارزانه کارګرو موندل به د دواړو هیوداونو په ګټه تمام شي ځکه تمه کیږي چې چین په دغه صنعتي پارک له ۵ څخه تر ۷ میلیارده ډالرو پورې پانګونه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي چې د چین او بنګلدیش ترمنځ د اقتصادي همکاریو دغه لړۍ به هندوستان اندیښمن کړي او بل لوري ته به په بنګلدیش کې د چین اغیز د پخوا په پرتله ډیر شي.

په ورته وخت کې ویل کیږي چې بنګلدیش په سیمه کې په ځانګړې توګه د هند تر اغیز لاندی دی. د چارو کارپوهان همدا راز وړاندوینه کوي چې د بنګلدیش لومړی وزیره، شیخ حسینه باید په ډیر پام او احتیاط سره ګام پورته کړي ځکه له چین سره د دې هیواد اقتصادي اړیکي به د هندوستان لپاره د اندیښني وړ وي. اوس مهال په سیمه کې یوازې هندوستان د بنګلدیش تر ټولو ستر سوداګریز او اقتصادي ملګری هیواد دی.