1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په بنگله دیش کې د القاعدي ځایي مشر نیول شوی»

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۱۱, پنجشنبه

د راپورونو له مخې د بنگله دیش پولیسو د القاعدې ترهگرې شبکې ځایي مشر له دولسو شکمنو کسانو سره نیولی دی. ویل شوي دي چې دغو شکمنو جنگیالیو د روژې میاشتي په پای کې د ترهگرو یرغلونو پلان جوړاوه.

https://p.dw.com/p/1Frig
انځور: DW

د راپورونو له مخې د بنگله دیش د چټک غبرگون کنډک یا «رېپډ اېکشن بټالن» د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه ډهاکه، کې د دغو شکمنو کسانو پر پټنځایونو باندي چاپې وهلي دي. ویل شوي دي چې په دغه ترڅ کې هغه مواد چې په بم جوړولو کې کار ځيني اخيستل کيږي نیول شوي دي.

د چټک غبرگون کنډک ویاند ډگروال مقصود العالم، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جولای ۲مه) د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲جنگیالي چې په سیمه کښې د القاعدې د څانگې مشر معین الاسلام، هم شامل دی نیولي دي.»

د چټک غبرگون کنډک ویاند مفتي محمود خان، خبریالانو ته ویلي دي چې د هند په نیمه وچه کې د القاعدې څانگې پلان لاره چې د کوچني اختر په ورځو کې په بنگله دیش کې یو يرغل وکړي.

نيول سوي چاودېدونکي مواد
نيول سوي چاودېدونکي موادانځور: AP

مفتي محمود زياته کړې ده: «هغوی په بورگا سیمه کې د روزنې له پاره یوه مدرسه غوره کړې وه.» هغه ويلي دي چې له دغي ډلي سره د سعودي عربستان او متحدو عربي آماراتو انفرادي کسانو مالي ملاتړ هم وو.

دا په داسې حال کې ده چې د القاعدې دغې څانگې په روان میلادي کال کې په بنگله دیش کې د یو شمیر بلاگرانو د وژلو مسئولیت هم پر غاړه اخیستی دی. په دغو کسانو کې بنگله دیش الاصله امریکایي اویجیت روی هم شامل دی، چې په فيبرورۍ میاشت کې په ډهاکه کې ووژل شو.

د تیر میلادي کال په سپتمبرمیاشت کې القاعدې ترهگرې شبکې یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکښې د هند په نیمه وچه کې د خپلي څانگې د جوړولو اعلان کړی وو او ویلي یې ول چې په بنگله دیش کې خپل فعالیتونه بیرته پیلولي.

بنگله دیش چې په سویلي آسیا کې د نړۍ څلورم ستر اسلامي هیواد دی له ۲۰۰۶م کال راهیسې پکښې د یاغیانو کوم ستر یرغل نه دی شوی.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په تیرو څو کلونو کې په دغه هیواد کې د سخت دریځه سیاسي اسلامپالو ډلو په ملاتړ کې په څرگند ډول ډېرښت لیدل کیږي. خو څیړونکي په دې آند دي چې په دغه هیواد کې مذهبي افراطيت ته ډیره لیوالتیا نه لیدل کیږي.

تر اوسه پوري داسې کومي پیښې په هکله هم معلومات نه شته چې گنې د دغه هیواد کوم وگړی دې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» سره یو ځای شوی وي.