په بنگله دیش کې کارگر ماشومان
په بنگله دیش کې شا او خوا ۴،۵ میلیونه ماشومان په یوه خطرناک وضعیت کې کار کوي. له دې جملې څخه کابو ۱،۷ میلیونه په ډهاکه کې کار او ژوند کوي. د دویچه ویله خبریال مستفز مامون د هغوی ورځنی ژوند په انځورونو کې وړاندې کوي.
سخته بې وزلي د دې سبب کیږي چې کورنۍ خپل ماشومان کارونو ته واستوي. زیاتره وخت دغه ماشومان په خطرناک وضعیت او په کم معاش کار کوي. د بیلگې په توگه د خښتو په کورو، ساختماني چارو، د خځلو په راټولو او یا د بوغيو (پوکانه) په فابریکو کې کارونه کوي. دغه فابریکې د ډهاکې په اطرافو کې دي او زیات ماشومان پکښې کار کوي، لکه دغه لس کلن ماشوم.
لکه د ډهاکې په اطرافو کې د کمرنگي چړ په دغه فابریکه، کې زیاتره وخت کوچنيان خطرناکو کیمیاوي موادو ته نژدې کار کوي. د بنگله دیش حکومت یوه تگلاره وړاندې کړې ده چې پکښې په ۳۸ بېلا بېلو خطرناکو کارونو کې د وړو پر کار بندیز لگول شوی دی. خو دغه تگلاره لا تر اوسه تطبیق شوې نه ده.
ماشومانو ته د لویانو په پرتله کم معاش ورکول کیږي او د هغوی زیاتره برخه د ورځې تر ۱۲ ساعتونو پوري کار کوي. دا هغه دلیل دی چې ولې دومره ډیر کوچنيان په فابریکو کې کار کوي. دغه واړه په فابریکو کي دننه کار کوي چې له خلکو څخه پټ وساتل شي. هغوی هیخ رخصتي نه لري، یوازې د جمعې تر لمانځه وروسته رخصتي لري.
دغه کارگر کوچنی علي حسن نومیږي. هغه په ډهاکه کې د سلورو په یوه فابریکه کې زیات وخت د ورځې او دشپې کار کوي. ډیر کار او ځوږ په راتلونکي کې د هغه روغتیا ته زیان رسوي.
د کار د قانون له مخې په بنگله دیش کې د قانوني کار له پاره حد اکثر عمر ۱۴ کلني ده. خو دغه ۱۲ کلن آصف، د څرمن جوړولو په یوه فابریکه کې کار کوي. هغه لږ تر لږه د ورځې ۱۲ ساعته د ډهاکه په حاضري بیگ، سیمه کې په کیماوي موادو اخته د څرمن وچولو په برخه کې کار کوي. له دې لاري هغه دومره پیسې گټي چې د ده او د مور گوزاره یې پرې وشي.
ربیع، د چنداپور اوسیدونکی دی. هغه د پلاستیک د پروسس په یوه کارخانه کې کار کوي. دغه کارخانه پلاستیکي بوتلان تولیدوي. د دغې کارخانې مالک وایي چې د کوچنيانو له کار سره مخالف دئ. ربیع ځکه په دغه فابریکه کې کار پيدا کړ، چې د هغه مور د فابریکې له خاونده غوښتي ول چې یوازې هغه پوره پیسې نه شي گټلای.
د کارگرو ماشومانو شاوخوا ۹۳ سلنه په غیر رسمي سکتور کې کار کوي. د بیلگې په توگه په کوچنیو فابریکو، کورونو او یا هم د سړک پر سر کار کوي. د بیلگې په توگه دغه کوچنی په عامه ترانسپورت کې د سپرليانو د حمل او نقل په برخه کې کار کوي. او دا د تعجب وړ خبره نه ده چې زیاتره وخت دغه کوچنيان په ترافیکي پیښو کي قرباني کيږي.
په بنگله دیش کې د خښتو جوړول عام کار دئ. ډیر ماشومان د ډهاکې په امین بازار کې د خښتو په کورو کې کار کوي. دغو کوچنيانو ته د زرونو خښتو د انتقال له پاره په یوه ورځ کې له سلو څخه تر ۱۲۰ ټکه (د بنگله دیش پولي واحد) ورکول کیږي. دغه خښتي ډیري درني دي او د یوې خښتې وزن نژدې ۳ کیلوگرامه ته رسیږي. خو هر کوچنی باید تر ۱۶ خښتې گودام ته انتقال کړي.
دغه ماشوم رحیم نومیږي. ډیر ساعتونه کار کول، کم معاش، په انزوا او خطرناکو شرایطو کې کار کول د هغه جسمي او رواني وضعیت ته زیان اړوي. پر دې سربیره کارگر کوچنيان د نورو ناوړه استفادو لکه نژادي تبعیض، ناوړه چلند او د جنسي تیریو قربانیان گرځي.