1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بنگله دېش کي د اورلگېدنې پر ضد احتجاجونه وسول

۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16q78

د بنگله دېش په پلازمېنه ډهاکه کي د تيري اوونۍ په پای کي د نساجۍ په يوه فابريکه کي د اورلگېدنې پر ضد په زرونو کارگرو احتجاج کړی دی. دغه احتجاج چي له تاوتريخوالي څخه ډک وو، پکښې کارگرو پر يو شمېر فابريکو ډبري و اورولې، موټرونو او ودانيو ته يې زيانونه واړول. دغه احتجاجونه د ډهاکې په دباندي څنډه کي په هغه سيمه کي تر سره سول، چي يوه ورځ تر مخه په اورلگېدنه کي نزې ۱۱۰انسانان ووژل سول.