1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کي د افغانستان د مدني ټولني غونډه پيل سوه

۱۳۹۰ آذر ۱۱, جمعه

په بن کي نن «جمعه» د افغانستان مدني ټولني خپله دوه ورځينۍ غونډه پيل کړه. دغه غونډه د بن کنفرانس تر مخه جوړيږي چي ګډونوال يې په افغانستان کي د امنيت د ليږد د بهير او نړيوالي ټولني د اوږد مهالو ژمنو په هکله وړانديزونه کوي.

https://p.dw.com/p/13LZL
د غونډي پيل
د غونډي پيلانځور: DW

غونډه د المان په وخت تر غرمې وروسته په ۲ نيمو بجو د کونراد ادناور بنسټ د مشر، ډاکترهانس ګيرد پوترنګ، لخوا پرانستل شوه. د غونډي په لومړۍ ورځ به افغانستان ته د آلمان ځانګړی استازي، ميشايل شټاينر، وينا وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مرستيال، احمد فهيم حکيمي؛ چي د دغي غونډي د اصلي ويناوالو څخه وو، د نامعلومو دلايلو له کبله دغه غونډه تحريم کړې ده.

د پلان له مخي به د غونډي کډونوال چي پکښي له افغانستان څخه راغلي د مدني ټولني غړي، آلماني سياستوال او د افغان حکومت استازي شامل دي پر دوو ډلو وويشل شي.

دغه دوې ډلي به په افغانستان کي د امنيت د ليږد د بهير په اړه او د افغانستان سره د نړيوالي ټولني د اوږد مهالو ژومنو په هکله څيړني وکړي، ترڅو د بن په کنفرانس کي افغان حکومت او نړيوالي ټولني ته د دغو دو موضوعګانو په اړه خپل وړانديزونه وړاندي کړي.

د افغانستان د مدني ټولني فعال، سنجر سهيل،چي په دغه غونډه کي برخه لري، له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په ځانگړې مرکه وويل، چي هغه د نړيوالي ټولني څخه غواړي چي افغان حکومت سره مرسته وکړي، ترڅو د تير لسو کلونو د لاس ته راوړنو څخه ساتنه وکړي.

هغه زياتوي چي د افغانستان مدني ټولنه د افغان حکومت او نړيوالي ټولني څخه غواړي چي په افغانستان کي د مدني ټولني بنسټونه تقويه کړي، د قانون له پلي کيدو څخه ملاتړ وکړي او د سولي د پروسې په پلي کيدو سره وروستۍ لاس ته رواړني د ګواښ سره مخامخ نه کړي.

ننۍ غونده به د المان په وخت د ماښام پر اوو بجو پای ته ورسيږي او سبا به پر نهو بجو بيا په کار پيل وکړي. د غونډي پايلي به سبا ترغونډي وروسته اعلان شي.

دا لومړی ځل نه دی، چي د بن د کنفرانس مخکي د افغانستان مدني ټولنه دغه کنفرانس ته د خپلو وړانديزونو د وړاندي کولو په موخه په آلمان کي راټوليږي. تر دي وړاندي د افغانستان د مدني ټولني غړو په برلين کي هم غونډه کړې وه، او د بن د راروان کنفرانس څخه يې خپلي هيلي او غوښتني اعلان کړي.

د افغانستان په هکله د بن په راروان کنفرانس کي به د ۹۰ هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي، چي په کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړيوالي ټولني پر تعهداتو خبري اتري وشي.

مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل