1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کی د چاپیریال او اقلیم نړیوال کنفرانس جوړ شو

۱۳۹۰ آبان ۲۷, جمعه

د آلمان حکومت د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه د بن ښار ته کارپوهان رابللي ترڅو د چاپیریال او اقلیم پر ننګونو خبرې وکړي. د بن په کنفرانس کې به د نړۍ د پایښت په موخه د انرژۍ د تر لاسه کولو نوې لارې وڅیړل شي

https://p.dw.com/p/13Cmc
په بن کې جوړ شوی کنفرانس به د درې ورځو لپاره دوام وکړي
په بن کې جوړ شوی کنفرانس به د درې ورځو لپاره دوام وکړيانځور: DW

په ۲۰۳۰ کال کې به د ځمکې پر سر له اتو ملیاردو څخه زیات انسانان ژوند ولري. خوراک او څښاک، انرژي او د یو سوکاله ژوند لپاره اړتیاوې به نورې هم زیاتې شي. دغو ننګونو ته د بن په روان کنفرانس کې کارپوهان د ځواپ په لټه کې دي.

د آلمان د حکومت په بلنه د نړۍ د چاپیریال او اقلیم د ژغورنې لپاره د چهار شنبې د ورځي څخه را په دې خوا یو نړيوال کنفرانس دایر شوی چې په هغه کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ژوند د مختلفو برخو کار پوهان، مسلکي او سیاسي استازي ګډون لري. د کنفرانس له ګډون والو څخه غوښتل شوي دي چې د ځمکې پر سر د انساني ژوند د پایښت په موخه د یو «زرغون اقتصاد» بنسټ کیږدي.

په ۲۰۳۰.کال کې به د ځمکې پر سر د وګړو شمیر د اته ملیاردو څخه هم لوړ شي. په لوړه سطحه د خلکو ژوند او د نوې تکنالوژۍ او پرمختللي صنایعو په راتګ سره به اوبو ته اړتیا ډیره شي. د اوبو، انرژۍ او خوراکي توکو زیرمې به لږ شي، ځکه طبعې زیرمې محدودې دي.

په نړیواله سطحه دې ستونزې ته د لازمې حل لارې د موندلو په مقصد د آلمان حکومت د بن ښار ته د مختلفو هیوادونو
استازي رابللي دي.

دغه کنفرانس چې د نکسوس په نوم یادیږی د نومبر د ۱۶مې نیټې څخه تر۱۸مې نیټې پورې دوام کوي. په کنفرانس کې به کارپوهان په راتلونکې کې د بشر د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په نوو لارو چارو سره خبرې وکړي.

د طبعي زیرمو د ورځ تر ورځې کمیدو د ډیرو کلونو راهیسې د کارپوهانو او سیاستوالو پام د انرژۍ د نوو زیرمو موندنې ته اړولی دی.

د بن د روانې غوندې وروسته د راتلونکي کال د جون په میاشت کې د ریودیژانیرو په ښار کې به بیا هم پدي اړه نړیوال کنفرانس دایر شيپ.

د آلمان حکومت غواړي چې په د بن د روان کنفرانس په ترڅ کې هیوادونه د انرژۍ د زیرمو د پراختیا خوندیتوب ته وهڅوي.

آلمان د چاپیریال ساتنې په برخه کې له ښه نوم څخه برخمن دی. دغه هیواد خو آن د جاپان د فوکوشیما د اتومي ناورین څخه را په دې خوا د اټومي انرژۍ د نه کاروني لار غوره کړې ده.

د رسمي سرچینو د شمیر له مخې د نړۍ د شپږ ملیاردو اوسیدونکو څخه ۹۰۰ میلیونه وګړي یې د څښلو پاکې اوبه نه لري، یو ملیارد وګړي د سختې لوږي او یو نیم ملیارد نور د برق د نشتوالې سره مخامخ دي. کارپوهان او څیړونکي په دې باور دي چې نړۍ سیاسي اواقتصادي نوښتونو ته سخته اړتیا لري.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش