1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بهرني او امنیتي سیاست کې د آلمان او فرانسې اړیکې

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ اسفند ۱, پنجشنبه

د آلمان او د فرانسې له سرمشریزې څخه مخکې صدارعظمې انګلا مېرکل په افریقا کې د آلمان د ماموریت د پراخولو او له فرانسې سره د نزدې پوځي همکاریواعلان وکړ. خوپوښتنه دا ده چې د برلین دا نوی هوډ څومره جدي دی؟

https://p.dw.com/p/1BBwi
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان په بهرني سیاست کې دغه نوی بدلون تر یوې کچې زړه او نا زړه ښکاري. صدراعظمې انګلا مېرکل د فرانسې- آلمان د ځوانانو د یوې ټولنې له یوې کارکوونکي سره په یوه ویدیویي مرکه کې په لومړي سر کې د دواړو هیوادونو د «ایلیزي تړون» ته اشاره وکړه او بیا یې په دوهم قدم کې په افریقا کې د آلماني سرتیرو له ماموریت څخه ستاینه وکړه: «موږ په مالي کې د فرانسې له پوځ څخه ملاتړ وکړ، لکه څرنګه چې مو د هغوی الوتکو ته په تیل ورکولو کې مرسته وکړه.» خو هغې وروسته د موضوع اصلي ټکي ته اشاره وکړه: «په دې برخه کې [پوځي ماموریت] د نوروهمکاریو امکانات موجود دي.»

ښایي په ده اړه هیڅوک د مېرکل د دې خبرې مخالفت ونه کړي: له ۲۵ کلونو راهیسې د آلمان- فرانسې پوځي همکارۍ پرته له کوم بدلون څخه دوام لري، له ۲۵ کلونو راهیسې آلمان او فرانسه یوه ګډه ۶۰۰۰ کسیزه پوځي لوا لري، خو د فرانسې د پرله پسی ټینګار سره سره، د نوموړې لوا آلماني سرتیري هیڅکله له فرانسویانو سره عملیاتو ته نه دي تللي. او دغه راز له ډیرو کلونو راهیسې فرانسه د آلمان له حکومت څخه د پوځي ملاتړ، په خاصه توګه په افریقا کې، غوښتنه کوي. خو آلمان په دې موده کې هلته حتی له هغو ماموریتونو هم مخ اړولی دی چې یوازې بشري بڼه لري. په دې برخه کې که برلین یوازې یو څو کمپوډران او روغتیاپالان او یا یو څه مادي مرستې د فرانسویانو په اختیار کې ايښي دي، د بیلګی په توګه په مالي هیواد کې.

د آلمان- فرانسې د گډې پوځې قطعې سرتیري
د آلمان- فرانسې د گډې پوځې قطعې سرتیريانځور: picture-alliance/dpa

آیا آلمان له نورو سره د اتحاد له پاره وړتیا لري؟

د فرانسویانو له نظره تیر څلور کلونه نا امیده کونکي ول. په داسې حال کې چې په دغه موده کې آلمان له اقتصادي لحاظه ښه پیاوړی شوی دی، د انګلا مېرکل تر مشرۍ لاندې فدرالي حکومت د خپل بهرني او امینتي سیاست دایره ډیره کوچنۍ کړې ده. د بهرنیو چارو پخواني وزیر ګیدو وېسترویله له «ژمنو څخه د مخ اړونې» سیاست رسما په یوه «محافظتي سیاسي کلتور» بدل کړ او پخواني دفاع وزیر، توماس دیمیزیر د زیاتو پوځي ونډو له پاره د پاریس غوښتنو ته زړه ماتې کوونکی د رد ځواب ورکړ. لکه چې یو ځل یې وویل: «آلمان د متحدینو له خوا کوم درس ته اړتیا نه لري.»

په لودویګزبورګ کې د آلمان- فرانسې له انستیوت څخه شتیفان زایدندورف، وایي: «په فرانسه کې د بهرني او امنیتي سیاست په کړیو کې دا پوښتنه عنوان کیږي چې آیا آلمان له نورو سره د اتحاد له پاره وړتیا لري او آیا اراده یې هم لري که نه؟»

د همدې پس منظر په پام کې نیولو سره سړی ویلای شي چې په فرانسې او آلمان کې مبصرین د فرانسې او آلمان د همکاریو په هکله د انګلا مېرکل له احتیاط څخه ډکې څرګندونې په بهرني او امینتي سیاست کې د یوه کوچني بدلون په توګه ارزیابي کوي. سربیره پر دې د آلمان نوي ستر ایتلافي حکومت په ټولیزه توګه د پخواني حکومت په پرتله بل ډول دریځ غوره کړی دی.

نه یوازې د آلمان ولسمشر بلکه د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، او د دفاع وزیرې اورزولا فون دېر لاین، هم د آلمان د بهرني ماموریتونو د لمن د پراخیدو له پاره غږ کړی دی. فون دېر لاین په خپلې یوې وروستۍ یادونې کې ویلي دي چې آلمان په افغانستان کې د روان ماموریت سره سره، نور هم پوځي ظرفیت لري. د آلمان صدراعظمې وویل چې آلمان به په راتلونکي کې ډیر نور زیات مسوولیت پر غاړه واخلي او فرانسې ته به اوږه ورکړي.

په دوناوه شینگن کې خبرداری

خو د نوموړې خبرې په هکله شک او تردید موجود دی. د آلمان او فرانسې سیاسي کار پوه شتیفان زایدندورف، په دې نظر دی چې له فرانسې سره په پوځي ساحه کې د آلمان د همکارۍ په تګ لاره کې دغه بدلون د زړه له کومي له باور څخه ویندوی نه کوي، بلکه دا چې په دې برخه کې د آلمان د اروپایي متحدینو د صبر کاسه ډکه شوې ده، نو دغسې یوه بدلون ته مخ اړول شوی دی. دغه کارپوه وایی:

د آلمان او فرانسې د چارو کارپوه شتیفان زایدندورف
د آلمان او فرانسې د چارو کارپوه شتیفان زایدندورفانځور: privat

«د اروپا د اتحادیې په ورستۍ سرمشریزه کې څرګنده شوه چې د وېسترویله له خوا تبلیغ کړای شوی محافظتي سیاست نور د زغملو وړ نه دی.» نوموړي کار پوه یادونه وکړه: « د دې خبرې ښکاره ثبوت دا دی چې د فرانسی ولسمشر، فرانسوا اولاند اعلان وکړ چې د فرانسې ورستی پوځي غنډ به له آلمان څخه وباسي. په دوناوه شینگن کې د نوموړي ځای پر ځای شوي پوځي غنډ قضیه د آلمان پر وړاندې وروستی ښکاره خبرداری دی تر څو «آلمانانو ته وویل شي: که چیرې تاسې نه غواړئ او که چیرې تاسې یې نه شئ کولای، نو موږ مجبوره یو چې د یوه بل متحد په لټه کې شو.»

داسې ښکاري چې د آلمان صدراعظمه په دغه «خبرداري» پوه شوې ده. خو په دې هکله تر اوسه پورې ډیرې لږې نښې نښانې لیدل کیږي چې د آلمان د نوي بهرني سیاست په لهجه کې د «آلماني مسوولیت پیژندنې پوهې» باندې دلالت وکړي. که څه هم صدراعظمې مېرکل څه موده مخکې په بروکسل کې د مرکزي افریقا په جمهوریت کې له یوه اروپایي ماموریت سره موافقه وکړه ترڅو د مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځ خونړۍ نښتو ته د پای ټکی کیږدي، خو د دغه ماموریت پوځي حساس مسایل به نورو ته پریږدي.

مېرکل غواړي چې په نوموړي پوځي ماموریت کې د اوسنۍ اروپایي جنګي قطعې چې د «د اروپایي جنګي ټولګي» په نامه هم یادیږي، د مداخلې مخه ونیسي. ځکه چې د نوبت له مخې د جون له پیل څخه باید آلمان دغه ټولګي ته سرتیري چمتو کړي. معنی دا چې ښایي آلماني عسکر د مرکزي افریقا د جمهوریت په خاوره کې په جګړه لاس پورې کړي. دا هغه څه دي چې مېرکل یې نه غواړي او نه یې اجازه ورکوي. په همدې وجه د آلمان حکومت هلې ځلې لري چې د دی پر ځای په مالي هیواد کې د آلمان او فرانسې ګډ پوځي غنډ دغه دنده پر غاړه واخلي. که چیرې دا کار وشي نو دا به له یوې خوا یو ستر سمبولیک ارزښت ولري او له بلې خوا به په مرکزي افریقا کې مسوولیت هم د فرانسویانو په غاړه پاتې شي.

د فرانسې د افریقا د سیاست په وړاندې ملاحظات

د اروپا د اتحادیې ډیر غړي په غوسه دي چې د آلمان حکومت د دې پر ځای چې د یوه ښه امنیتي سیاست په هکله خپل وړاندیزونه وکړي، تل همدا وایي، چې «دا نه غواړي او هغه نه غواړي.» د سیاسي کارپوه زایدندورف په نظر ډیر دلایل موجود دي چې آلمان حتی په افریقا کې هم باید مسوولیتونه پر غاړه واخلي: «هلته ډیری شخړې د اسلامیزم د ودې او پرمختګ سره مرسته کوي او د مهاجرو څپې راپاروي.»

د آلمان یوه پیاوړې ونډه کولای شي چې په دې برخه کې مرسته وکړي ترڅو په افریقا کې د فرانسې د پخوانیو غلطیو مخه ونیسي. زایدندورف یادونه کوي چې په افریقا کې د فرانسې سیاست اوس د بدلون په حال کې دی. په داسې حال کې چې د فرانسې پخواني ماموریتونه، د بیلګې په توګه د عاج په سواحلو کې، په ښکاره توګه د سیاسي نفوذ موندلو په موخه د وروستۍ استعماري انګیزو تر سیورې لاندې ول، په مالي او د مرکزي افریقا په جمهوریت کې عملیات ښکاره کوي چې فرانسه اوس تر زیاتې کچې په سیمه کې له بشري مرستو او ثبات سره لیوالتیا لري.

په مالي هیواد کې آلماني سرتیري
په مالي هیواد کې آلماني سرتیريانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان- فرانسې له انستیوت څخه د سیاسي چارو کارپوه زایدندورف، په نظر په افریقا کې د آلمان ملاتړ به نه یوازې د فرانسې په امنیتي سیاست کې یو مثبت بدلون ګړندی کړي، بلکې د فرانسې په یو شمیر پخوانیو مستعمرو کې به ولسي خلکو ته اروپایي مرستې په ښه توګه ورسوي او سر بیره پر دې به هغه انګیرنې له منځه یوسي چې د فرانسې د مداخلې پر وړاندې موجودي دي.