1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بهر کي د مېړه کولو مايوسانه تلاښ

نسيم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۱۳, یکشنبه

د ډېرو هندي او پاکستاني ښځو له پاره په خارج کې ژوند کول، له بې وزلۍ څخه خلاصېدل او غمونه شا ته پرېښودل د يو خوب او خيال په شان ايسي. د دې هدف له پاره هغوی ځان ته په بهر کې مېړونه پيدا کوي.

https://p.dw.com/p/17pTm
ARCHIV - Eine Braut nimmt am 11.11.2005 in Calcutta (Indien) an einer Massenhochzeit mit insgesamt 40 Paaren teil. In keinem Land der Welt kaufen die Menschen so viel Goldschmuck wie in Indien, und jedes Jahr beflügelt eine alte Tradition die Spekulation an den Goldmärkten. In den Monaten September bis November wird auf dem Subkontinent geheiratet. Dann ist die Zeit der üppigen Goldgeschenke an die Brautleute. Foto: EPA/PIYAL ADHIKARY (zu dpa «Indisches Brautgold reizt Anlegerfantasie» vom 07.09.2012) +++(c) dpa - Bildfunk+++ Schlagworte Rohstoffe, Gold, Gold, Braut, Goldpreis, Goldmarkt
Indien Braut Frau Hochzeitانځور: picture-alliance/dpa

لويه بريتانيا، آستراليا او امريکا متحده ايالت هغه ځايونه دي چې د جنوبي آسيا خلک يې ورتگ ته تږي دي. له داسې چا سره واده کول، چې هندی يا پاکستانی اصل ولري او په لوېديځ کې ژوند کوي، ډېرو پاکستاني او هندي ښځو ته په زړه پورې برېښي.

دغه خوب و خيال کله له حقيقت څخه لېري وي. ځکه چې ډېري مېرمنې کم سواده او بې تجربې دي چې له کبله يې نور خلک له دغه حالت څخه ګټه پورته کوي. ۲۴ کلنې صباح دغسې ډېر څه ليدلي او زغملي دي.

صباح له ډېرو هيلو سره د پاکستان په لاهور ښار کې د واده له يو دفتر سره په تماس کې شوه او هغه سړی يې وپېژانده چې د دې راتلونکی مېړه شو. د هغه کورنۍ له ډېر وخت راهيسې په بريتانيا کې ژوند کاوه. «هغوی ډېر ښه خلک ښکارېدل. موږ ډېر ژر کوزده سره وکړه. شپږ مياشتې وروسته مې مېړه او د هغه کورنۍ پاکستان ته راغلل او موږ واده وکړ. په همدغه مياشت کې زه اميدواره شوم.»

دغه خبره صباح له دويچه ويله سره په مرکه کې وکړه. دا چې د ويزې چارو ډېر وخت ونياوه، نو اووه مياشتې تېري شوې، ترڅو حامله داره صباح لندن ته د خپل مېړه کره ولاړه.

خو يو څو ورځې وروسته بيا د صباح خواښي، خسر او مېړه پر هغې باندي فشار راوست او جهيز يې وغوښت، چې د ناوي کورنۍ يې د هلک کورنۍ ته ورکوي.

Henna Hands and Bangles in the Thar Desert bangles; bride; celebration; design; dye; henna; hindu; india; marriage; married; saree; tattoo; tradition; adornment; art; asian; beautification; beautiful; beauty; color; colorant; cosmetic; culture; decoration; desert; embellish; fashion; fingers; floral; function; god; gold; hands; herbal; makeup; mehandi; muslim; offer; pakistan; prayer; receive; red; special; subcontinent; thumb; tribal; wedding; women
«په هند کي له ډيرو مېرمنو سره دغه ډول چلند سوی دئ»انځور: Fotolia/davidevison

د دې هر تليفوني تماس به د مېړه د کورنۍ له خوا څارل کېده، که دې آن د خپلې مور او پلار سره خبرې کولې. پر هغې باندې تېری وشو او ټوله پاک کاري د دې پر غاړه وه. دا وايي: «مېړه به مي روغتون ته د معايناتو له پاره راسره نه تلی. هغه آن د ماشوم زېږېدني ته رانه غی.»

د زوی تر زېږېدنې لږ موده وروسته د صباح خواښې او خسر دا قانع کړه چې پاکستان ته سفر وکړي او هلک ټولو خپلوانو ته ښکاره کړي. کله چې هغوی پاکستان ته ولاړل، نو مېړه يې ټينګار وکړ چې زوی به يې يوه ورځ کراچۍ ته بيايي د دې له پاره چې نورو خپلوانو ته يې وروښېي. په همدغه ورځ يې مېړه د دې زوی وتښتاوه او لندن ته يې له ځانه سره بوت.

دا پېښه استثنا نه ده

په سوو ښځې د صباح په شان له ورته ستونزو سره مخامخې دي. صباح دغه حالت ته غاړه نه ايښوده او حقوقي دعوه يې وکړه د دې له پاره چې خپل زوی بېرته خپل کړي. صباح په پايله کې په دې کار بريالۍ هم شوه. هغې طلاق وغوښت او اوس له خپل زوی سره په لندن کې اوسيږي.

د ماشوم د ورځنيو مصرفونو پر سر تر اوسه پوري د هغې حقوقي دعوه دوام لري. د اټکل له مخې ۵۰۰۰۰ مېرمني د هند د پنجاب په ايالت کې له ورته ستوزو سره لاس او ګرېوان دي.

د برينتانيا د «جينا انترنېشنل» په نوم د ښځو د حقونو سازمان د معلوماتو له مخې ډېر بريتانوي او کاناډايي سړي خپلي هندۍ مېرمنې ايله کوي چې لويه برخه يې له پنجاب څخه ده. دغه ښځې په خپل هېواد کې د ټولني په حاشيه کې ژوند کوي.هغوی په دې فکر کې دي چې مېړونه به يې بېرته راشي او دوی به بېرته له ځانه سره بوزي.