1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بگرام کې لس نابالغه ځوانان بنديان دي

۱۳۸۷ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

نيویارک: د AP د یوه خبرله مخۍ د آمريکۍ متحده ايالتونو لس تنه نابالغه ځوانان په افغانستان کی د بګرام په هډه کی په دی تور بندیان کړی چی دوی د قانون له چوکاټه څخه وتلی، د آمریکی د متحده ايالتونو دښمنان دی.

https://p.dw.com/p/E2LL
د افغانستان په شمال کې د طالبانو په تور نيول شوي کسان
د افغانستان په شمال کې د طالبانو په تور نيول شوي کسانانځور: AP

دغه خبر د ملګرو ملتونو د یوه رسمی رپوټ څخه اخيستل شوی دی

په خبر کی دا هم ويل شوی چې په عراق کی څه نه څه 500 نابالغه ځوانان بنديان دي.
د 2002 ميلادی کال راهيسی په مجموعۍ ډول سره 2500 نابالغه ځوانان آمریکایانو ود تروریزم سره د مبارزۍ په ضد د خپلو اقداماتو په لړ کی نیولۍ اوتر يوه کاله پوری پرته د محاکمۍ څخه په بندکی ساتل شوی. زیاتره آمریکایانو دا کار په عراق کی کړیدی. آمریکايانو دغه نابالغه ځوانان په دی تورونو نيولی چی دوی بمونه ايشی، د مقاومت کونکو سره یی مرستۍ کړی، او يا دوی پخپله په فعاله توګه په جګړو کی ونده اخيستی . خو د بشر د حقونو پلوۍ سازمانونو د آمریکايانوو په دغه عمل باندی سختۍ نیوکی کړيدی.