1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بیروت کې تیره ورځ لاریونونه تر سره شوي دي

۱۳۹۱ آبان ۱, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16UGY

تیره شپه د لبنان د پلازمینې بیروت په سویلي څنډه کې د تاوتریخوالي د پیښو رپوټونه ورکړل شوي دي. زیاته شوې ده وسله وال کسان چې په سپکو وسلو او لاسي بمونو سنبال وو پر یو بل ډزي کړي دي. په عین وخت کې په پلازمینې بیروت کې د لاریون کوونکو د خورولو له پاره چې غوښتل يې د صدراعظم پر دفتر هجوم وروړي، پولیسو له هوایي ډزو او اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخیستی دی.

دغه تاوتریخوالی وروسته تر هغې پیل شو چې تیره ورځ د لبنان د استخباراتي ادارې مشر جنرال ویسام الحسن، خاورو ته وسپارل شو. هغه د جمعې په ورځ د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې وژل شوی وو. د لبنان د اپوزیسیون مشران د دغه بمي برید پړه د سوریې پر رژیم وراچوي او د لبنان د صدراعظم څخه د واک د پریښودو غوښتنه کوي. په عین وخت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هلیري کلنټن ویلي دي چې متحده ایالات به د نوموړي بمي چاودنې د څیړنو په برخه کې مرسته وکړي.