1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یاغیانو اووه پاکستاني پوځیان وژلي دي

۱۳۹۴ تیر ۱۴, یکشنبه

چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د یاغیانو په بریدونو کې د پاکستان په شمال لویدیځ سیمه کې اووه پاکستاني سرتیري وژل شوي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ له افغانستان سره پولې ته نزدې د یاغیانو پر مرکزونو بریدونه کوي.

https://p.dw.com/p/1Fsxi
Indien Kaschmir Polizist
انځور: Getty Images/AFP/R. Bhat

پاکستاني پوځ د تیر کال په اوړي کې په وزیرستان کې د یاغیانو پر ضد پیاوړي عملیات په لاره واچول. پوځي چارواکي وایي په داسې حال کې چې پوځ د یاغیانو وروستیو مرکزونو ته په شاوال دره کې نزدې کیږي، نو د هغوی له سخت مقاومت سره مخامخیږي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف، د جمعې په ورځ په سیمه کې له خپلو پوځیانو سره ولیدل او ویې ویل چې د شاوال د درې د عملیاتو لومړۍ مرحله بشپړه شوې او اوس د دې وخت دی چې پاکستاني ځواکونه خپل پرمختګ ته دوام ورکړي: «موږ به تر هغه وخته پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو چې خپل هدف چې له ترهګرۍ څخه د پاکستان خلاصول دي، تر لاسه نه کړو.»

له بلې خوا یاغیانو د شنبې په ورځ په پیرغر سیمه کې پر یوه پوځي قطار باندې برید وکړ چې په پایله کې یې دوه تنه پوځیان ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول. دغه خبره استخباراتي چارواکو د خپل نوم د نه بربنډولو په شرط کړې ده.

پاکستاني طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده او د پنځو تنو سرتیرو د وژلو ادعا یې کړې.

استخباراتي چارواکو زیاته کړې ده چې له شمالي او جنوبي وزیرستان څخه د شاوال درې پر وړاندې پرمختګ کې د یاغیانو له سخت مخالفت سره مخامخ شوي دي. په دغه سیمه کې چې افغانستان ته د یاغیانو د تلو یوه مهمه لار بلل کیږي، د طالبانو ډیر پتڼځایونه شتون لري.

په دوو نورو جلا پیښو کې چې له شاوال څخه بهر رامنځ ته شوي دي پنځه تنه نور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. په لومړی پیښه کې له لیرې لارې یو کنترولیدونکی بم په شمالي وزیرستان کې درې پوځیان ووژل او شپږ تنه نور یې ټپیان کړل. په دویمه پیښه کې یوې بمي چاودنې په جنوبي وزیرستان کې دوه نور پوځیان ټپیان کړل.

پاکستاني طالبانو تر دې مخکې د شمالي وزیرستان ډیرې برخې کنترولې خو تر هغه وروسته یې د دې سیمې کنترول له لاسه ورکړ چې پاکستاني پوځيانو تیر کال په دې سیمه کې عملیات په لاره واچول.

ډیر شمیر یاغیان اوس له دې سیمې څخه په تیښته اړ شوي دي، افغانستان او یا هم د پاکستان نورو سیمو ته تللي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب