1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بیلا بیلو امنیتي پېښو کې ۱۳ کسان ټپیان شول

۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ په دوو جلا پېښو کې دوه یاغیان وژل شوي دي او ۱۳ کسان ټپیان دي. په همدې حال کې د انګلستان د دفاع وزارت اعلان کړی دﺉ چې یو سرتیری ئې په افغانستان کې وژل شوی دئ. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15EZU
انځور: picture-alliance/Photoshot

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې یو سیمه ییز قومي مشر حاجي دستگیر، او دوه ماشومان ئې په یوې چاودنه کې ټپیان شول. د دوی تر څنگ په دې پېښه کې اته نور کسان هم تپیان شوي دي. دا خبر د جوزجان د امنیې قوماندان عبدالعزیر غیرت، ورکړی دئ.

په همدې حال کې د افغانستان په کنر ولایت کې پر چاودیدونکو موادو بار یو موټر د افغان امنیتي ځواکونو یوه قطار ته نزدې چاودلی دئ. په دې پېښه کې دوه برید کوونکي او یو افغان ساتونکی وژل شوی دي او دوه نور کسان ټپیان دي.

د کنر ولایت د پولیسو مشر عوض محمد، ویلي دي: «پېښه په ناري ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. دا ولسوالۍ له پاکستان سره گډه پوله لري.»

دغه بریدونه په داسې حال کې تر سره شوي دي چې د پنجشنبې په ورځ کابل د اسیا د زړه د هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې غونډې کوربه وو. په دې کنفرانس کې د ۲۹ هیوادونو استازو گډون کړی وو.

په همدې حال کې د په لندن کې د انگلستان د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې یو سرتیری ئې په افغانستان کې وژل شوی دئ. دغه سرتیری د لاسي بم په یوه برید کې وژل شوی دئ. له دې سره له ۲۰۰۱ کال راهیسي په افغانستان کې د وژل شووبریتانیاوي سرتیرو شمیره ۴۱۸ تنو ته ورسیده.

د انگلستان د دفاع وزارت ویلي دي چې دغه سرتیری د گزمې په حال کې د دښمن تر برید لاندې راغلې دئ. دغه سرتیری په روان کال کې ۲۴م بریتانیايي سرتیری دې چې وژل کیږي.

بریتانیا په افغانستان کې شاوخوا ۹۵۰۰ سرتیري لري. دغه هیواد له افغانستان سره په تیرو لسو کلونو کې په بیلا بیلو برخو کې مرستې کړې دي. ډیر شمیر بریتانیاوي سرتیري په هلمند ولایت کې میشت دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم