1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بېلو بېلو پيښو کي نژدې ۲۵ کسان وژل شوي دي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ فروردین ۴, سه‌شنبه

نا معلومو وسله والو د کابل ـ غزني پر لویه لار د سپارليانو پر موټرو فیرونه کړي دي چې په پایله کې یې دیارلس تنه وژل شوي دي. همداشان په غزني ولایت کې شپږ ماشومان د کرکيټ لوبي پرمهال په چاودنه کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Evwd
انځور: DW/Q.Wafa

د راپورونو له مخې کابل ته څيرمه د وردگو په سيمه کې ۱۳ مسافر هغه وخت وژل شوي دي چې يوې وسله والي ډلي د سپارليانو پر موټر باندي فيرونه کړي دي.

د ميدان وردگ ولایت د والي ویاند عطاالله خوگیاڼي دویچه ویله ته وویل: «دغه سرویس موټر له کابل څخه غزني ته روان وو چې په سید آباد ولسوالۍ کې تیره شپه يرغل باندي شوی.» ويل شوي دي چې په دغه پیښه کې دوه تنه ټپیان هم دي. په دغه پيښه کې د یوه سرویس موټر په شمول پر درو موټرو باندي فیرونه شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د عطاالله خوگیاڼي له قوله لیکلي دي چې دغه پېښه د شپې پر یوه بجه شوې ده، چې د یوې ښځي په شمول پکښې ۱۳ تنه وژل شوي دي. د غزني ولایت مرستیال والي محمد علي محمدي هم دغه پیښه تائید کړې ده. دواړو چارواکو ویلي دي چې د پيښي په هکله پلټني رواني دي.

څو اوونۍ دمخه د کندهار – کابل پر لويه لار نقاب لرونکو وسله والو د دوو موټر نزدې ۳۰ مسافر راښکته او له ځان سره بوتلل. د دغو کسانو د مرگ او ژوند په اړه تر اوسه پوري لا معلومات نسته او دا هم نه ده معلومه چې چا او ولي ئې تښتولي دي.

په غزني کي ماشومان د لوبو پرمهال وژل شوي

د دوشنبې په ورځ په غزني ولایت کې شپږ ماشومان هغه مهال ووژل شول چې د کرکیټ لوبه ئې کوله. د دوی د لوبي ميدان ته نژدې له چاودېدونکو موادو ډک بايسکل چاودلی دئ.

د غزني د والي مرستیال محمد علي محمدي ویلي دي چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ په غزني ښار کې رامنځ ته شوې ده. ويل شوي دي چې په دغه پیښه کې نهه تنه نور ماشومان ټپیان شوي هم دي.

د احمدي په وینا پر دې سربیره په آب بند ولسوالۍ کې هغه وخت څلور سړي ووژل شول چې وسله والو کسانو د هغوی پر موټر فيرونه وکړل. پر دې سربیره په خواجه عمري ولسوالۍ کې د سړک د غاړي ماین په یوه چاودنه کې دوه عسکر هم وژل شوي دي.