په تاجکستان کي ۲۳ تنه تاجکي سرتيري وژل سوي
۱۳۸۹ شهریور ۲۹, دوشنبهد دفاع وزارت وياند، فريدون محمد علي ايف ويلي دي:« د تاجکستان په ختيځه سيمه کي د تروريستانو په يوه حمله کي د دغه هيواد د دفاع وزارت 23 سرتيري پرون له غرمې وروسته ووژل شول او لس تنه نور ټپييان سوي دي.»
نوموړي پرته له دي چي نور جزئيات بربنډ کړي وويل: « دا حمله د دو اسلام پالو ترهګرو ډلو له خوا ترسره سوه.»
د حکومت په يوه وينا پاڼه کي راغلي دي چي، جمهوررئيس امام علي رحمن چي د ملګرو ملتو په عمومي اسامبله کي د ګډون لپاره نيويارک ته تللی، له خپلو حکومتي مسوولينو څخه يې غوښتي دي ترڅو « په هيواد کي د وضعيت د عادي کولو دپاره په ټولولازمو امکاناتو لس پوري کړي.»
د تاجکستان د دفاع وزارت وويل چي د دغي حملي پر ضد يې په سيمه کي يو لړ تصفيوي عمليات پيل کړي دي.
د رشت دره د ډير پخوا وخت څخه را په دي خوا د اسلام پالو زورپالونکو پناه ځای ګڼل کيږي.
تاجکستان د منحنۍ آسيا د مسلمانوجمهوريتونو له جملې څڅه دی، چي د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته د يو خپلواک دولت په توګه سر را پورته کړ.
خو تر اوسه پوري نه دی توانيدلی چي له اقتصادي لحاظه پر خپلو پښو ودريږي. تاجکستان د منځنۍ آسيا تر ټولو بې وزله هيواد دی. سر بيره پردې په دي وروستيو وختو کي د اسلام پال زورپالونکو ډلو فعاليتونه هلته پراخ سوي دي.
د اګست په مياشت کي 25 زور پالونکو چي ويل کيږي د القاعدې سره يې تړاو درلود، د تاجکستان له يوه زندان څخه په ناڅاپي توګه وتښتيدل. ويل سوي چي دغو کسانو د رشت درې ته، چي پروني حمله پکښي سوې، پناه وړې ده.
د نوموړي پيښې ورسته دوې نوري سختي حملې په تاجکستان کي وسوې. په خوجند کي د پوليسو پر يو ماموريت باندي په يو ځانمرګي بريد سره دوه تنه ووژل سول او 25 نورټپيان سول. تر هغه وروسته په مرکز دوشنبه کي د نڅا په يو کلب کي يوي چادوني 7 کسان ټپيان کړل.
په خوجند کي د وروستۍ حملي مسؤليت يوې نه مشهوري پټي ډلي، چي ځان پر ځان باندي يې د « جماعت انصارالله» نوم ايښی په غاړه اخيستی او وويل چي، دا حمله د مسلمانانو پر ضد د بريدونو په بدل کي ترسره سوه.
د دغو حملو سره اوس داسي انديښنې پيدا سوي چي د منځنۍ آسيا دغه جمهوريت ښايي د نړيوالو تروريستانو د حملو هدف نيول سوی وي.
خو د تاجکستان چارواکي د دغو حملو ملامتيا د ازبکستان پر اسلامي غورځنګ باندي اچوي.
دغه ډله د القاعدې سره په تړاو تورنه ده او د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د يوې ترهګري ډلي په توګه پيژندل سوې ده.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل