1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تايلنډ کي عامه او ولسي اعتراضونه

۱۳۸۹ فروردین ۲, دوشنبه

دتايلندلمړي وزير ابهيزيت ويجا جيوا دحکومت مخالفينوته بيا هم دخبرو اترو دکولو پيشنهاد کړيدي .ده دشنبي په ماښام په تلويزيون کي ويلي دي چي ترهغو پوري چي په پخواني لمړي وزير تکسين شينواترا باندي

https://p.dw.com/p/MYvc
انځور: AP

دخبرو موضو ع نوي حاضر دي چي په تولو نورو موضوعګانوباندي خبري وکړي .او زياته کړي يي ده چي نويو ټاکنوته بايده دي په ډيري کرارۍ سره تياري ونيول شي اودتر منلو وړ شرايطو لاندي تر سره شي .ده ويليدي :

ما هيڅکله دحکومت دمخالفينو چي سري جامي اغوندي ټولي تقاضاوي ندي ردي کړي .خو زه ويلي شم چي که دوي په رښتيا سره يوازي دپارلمان دمنحليدو غوښتونکي دي داسي چي دهغه له امله داهيواد وړاندي لاړ شينو په هغه صورت کي له دوي سره خبرو کولوته چمتو يم .

په اصطلاح د ديموکراسۍ په پلو اودزورواکۍ په ضدجبهيپلويان لکه هسي چي دغي ډلي پخپله په ځانباندي نوم ايښي دي . ترزياتي اندازي پوري دتکسين پلويان هم دي .دوي دپارلمان دمنحليدو اودنويو ټاکنودکيدو تقاضا کوي .ډيري مظاهره کونکي غواړي چي تکسين يي بيرته لمړي وزير شي . تکسين په ۲۰۰۶کال کي ديوي پوځي کودتا له امله له قدرت څخه غورځول شويوو. وروسته له هغه له قدرت نه دناوړه استفادي له امله په دوه کاله بند محکوم شو . او تيره مياشت دتايلند ستري محکمي دتکسين دشتمنۍ يوه برخه دنامشروعي لاري دلاسته راوړل کيدو له امله ظبط کړيده اوداسيويل شويدي چي دکسين دشتمنۍ اټکل يو مليارده ايرو کيږي .

سره کميسو اعلام کړيدي چي ترهغو پوري به خپلو اعتراضونوته دوام ورکړي چي غوښتني يي ومنلي شي . دوي دشنبي په ورځ دلسهاووزرو موټرو او موټر سکيلونو په واسطه دبنکاک سړکونه فلج کړيوو. يوو مظاهره کونکي ويلي :

داعتراض پرونيعمليات ډير برياليوو.هغو وښودل چي مونږ ﺉوله ايزي مظاهري کوو.او اوس په بنکاک کي هرڅوک پوهيږي چي مونږ دقهر اومزاحمت دمنځته راتلو سبب نه کيږو . اويوه لاريون کونکي وايي:

دمونږ خپل شمير پرون ډير زيات وو او دبنکاک عامو خلکو هم دمونږ ډير ملاتړ وکړ .نو دوي ولي پارلمان نه منحلوي او دالمړي وزير ولي داسي سر تنبه دي . تکسين دتايلند دشمال اوشمال ختيځي سيمي دغريبو خلکو ترمنځ ډير پلويان لري اودنوټاکنوپه صورت کي امکانلري چي دسرو کميسودسياسي پلوه يو ګوند ټاکني وګټي.

موش بوروفسکا/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري