1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تايلنډ کي پارلماني ټاکني ترسره سوې

محمد قاسم نوري/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۳, یکشنبه

په تايلند کي له احتجاجونو سره سره بيا هم پارلماني ټاکني ترسره سوې. خو د احتجاجونو له کبله د رايو ورکولو ځيني مرکزونه بند پاته سول. د انتخاباتو کمېسيون ويلي دي چي اوس نو بايد په فيبرورۍ مياشت کي تکراري ټاکني وسي.

https://p.dw.com/p/1B1Zn
انځور: MADAREE TOHLALA/AFP/Getty Images

د حکومت د مخالفانو پر سخت اخلال سربیره په تایلند کي لانجمن پارلماني انتخابات تر ډیره حده پوري سوله يیز تر سره سول. انتخاباتي حوزې پر محلي وخت شپږو بجو وتړل سوې. د دغه هيواد له۵۰ ميلیونو مستحقو کسانو څخه غوښتل سوي ول چي د پارلمان له پاره خپلي رايي ورکړي.

په پلازمېنه بنکاک کي ځیني هېښوونکي پېښي رامنځ ته سوې، ځکه چي مخالفانو انتخاباتي حوزو ته د ورننوتلو لاري بندي کړي وې، ځکه نو د ۶۶۰۰ انتخاباتي حوزو څخه ۴۸۸ يې تړلي پاته سوې.

د تایلنډ په جنوب کي بیا په ډیرو ولایتونو کي اصلاً ټاکني تر سره نه سوې، ځکه چي مظاهره کوونکو د انتخاباتي پاڼو د لیږلو مخه نيولې وه.

د بشري حقونو د څارني سازمان يوې کارکوونکي ويلي دي چي «دې ته اصلاً سوله يیز انتخابات ویل کیدلای نه سي». خو د تایلند د انتخاباتي کمېسيون غړی پوشونګ نوتراوونګ، بيا وايي: «اکثره مشکلات په بنکاک او د هيواد په جنوب کي ول. په نورو ولایتونو کي خلګو کولای سول په عادی ډول سره خپلي رايي ورکړي. ډیري انتخاباتي مرکزونه عادي خلاص ول.» اپوزيسون کوښښ کاوه، چي انتخابات تحریم کړي.

Wahlen in Thailand
انځور: Picture-Alliance/dpa

په ځینو حوزو کي د تکراري انتخاباتو اړتيا

د انتخاباتي کمېسيون په نظر د ۳۷۵ انتخاباتي مرکزونو څخه په ۴۲ کي یې انتخابات تر سره سوي نه دي. په دې ډول نو دا معلومه ده چي پارلمان به ونه سي کولای په پاته مرکزونو کي بې له تکراري انتخاباتو څخه خپلي عادي جلسې دايري کړي. اوس د پارلمان د ۵۰۰ وکیلانو له جملې څخه ۹۵ فیصده انتخاب سوي او نور باید تکرار سي. تکراري ټاکني د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۳ نېټه پلان سوي دي.

په تایلنډ کي د آلمانۍ موسسې «کونراد ادیناور» يو کارکوونکی میشاییل وینڅر وايي چي په دغه هيواد کي پارلماني ټاکني ترسره سوې، خو دیوه سیاسي بحران حل نه په سترګه کيږي. د تایلنډ جنوب او پلازمېنه بنکاک د مخالفانو اصلی مرکزونه دي.

دوی غواړي صدراعظمه ینګلک شیناواترا، او د هغې شتمنه او بانفوذه کورنۍ له سیاست څخه وشړي. دوی تر نوو ټاکنو دمخه د سیاسي اصلاحاتو او یوې غیر انتخابي «ولسي شورا» د ټاکني غوښتنه کوي.

د دوی په نظر دغه شورا بایداصلاحات عملي کړي. انتقاد کونکي پر صدراعظمي باندي نيوکه کوي او وايي چي دا د خپل ورور تاکسين شيناواترا چي په جلا وطنۍ کي ژوند کوي د لاس آله ده.

په اوسنیو پارلماني ټاکنو کي د صدراعظمي ینګلک بریالیتوب ډاډمن ښکاري، ځکه چي د دې مخالف او د هیواد لوی اپوزیسيوني ګوند پارلماني انتخابات تحریم کړي ول. ینګلک تر ټاکنو وروسته سمدستي د اصلاحاتو ژمنه ورکړه او غواړي د اصلاحاتو د پروسې تر عملي کولو وروسته په یوه کال کي بیا ټاکني تر سره کړي.