په تایلنډ کې احتجاجونه ادامه لري
۱۳۹۲ آذر ۱۰, یکشنبهد یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د دسمبر ۱) د تایلنډ په پلازمینه بنکاک کې وضعیت وروسته تر هغې ترینگلی شوی دی، چې د حکومت د مخالفینو سره د یوه سپورتي لوبغالې تر څنگ نښته رامنځ ته شوه. په دغه ځای کې حکومت پلوي «سور کمیسي» د کارگرې طبقې خلک راټول شوي ول.
د تایلنډ د چارواکو د وینا له مخې آخ او ډب چې د شنبې د ورځې راهیسې پیل شوی وو د یکشنبې تر سهاره ادامه ومونده او په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او نور ۴۵ تنه بیا ټپیان شوي دي.
په پلازمینه بنکاک کې د حکومتي ودانۍ د باندې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه احتجاج کوونکي راټول شوي ول چې د پولیسو له تشدد سره مخامخ شول. پولیسو د لاسپیکرونو له لارې دغو خلکو ته خبرداری ورکاوه چې «موږ ټول ورونه او خویندې یو. لطفا دننه د راتلو هڅه مه کوئ.» پولیسو تر هغې وروسته د پولیسو د دغه دفتر د باندې او شاوخوا سیمه کې د احتجاج کوونکو پر وړاندې د اوښکې بهوونکي گاز څخه کار واخیست، چیرې چې د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې صدراعظمې ینگلک شنیاواترا له دغه دفتر څخه لیدنه کوله.
د رپوټونو په حواله شاوخوا ۲۱۰۰۰ پولیس او ۳۰۰۰ سرتیري د حکومتي تأسیساتو د خوندي ساتلو په موخه په پلازمینه بنکاک کې پر دندې گمارل شوي دي. اپوزیسیون د دوشنبې د ورځې راهیسې د حکومتي ودانیو د محاصره کیدو په عمل لاس پورې کړی دی.
شیناواترا، د احتجاج کوونکو پر وړاندې له زور څخه د کار نه اخیستو په هکله ژمنه کړې ده. صدراعظمې مخالفینو ته د خبرو اترو وړاندیز کړی دی. اپوزیسیون پر صدراعظمې تور پورې کوي چې د پخواني راپرځول شوي صدراعظم تاکسین شیناواترا چې د دې ورور دی، د گټو خوندي ساتلو له پاره کار کوي. تاکسین د بندي کیدو له ویرې له ۲۰۰۸م کال راهیسې په بهر کې ژوند کوي.
«په سوله ییزه توگه لاریون وکړئ»
د صدراعظمې ینگلک شیناواترا د خبرو اترو غوښتنه د اپوزیسیون د مشر سوتېپ تایگزوبان، چې د «دیموکراتیک گوند» سره تړاو لري له لوري رده شوې ده. هغه له احتجاج کوونکي څخه غوښتي ول چې د «سوداگرۍ د وزارت پر لور په سوله ییز ډول لاریون وکړي.» تایگزوبان درې کاله تر مخه د تاکسین شیناواتر پر پلویانو باندې د پوځي ځپنې سره مرسته کړې وه، چې په ترڅ کې یې تر ۹۰ زیات کسان وژل شوي ول.
نوې انديښنې
په تایلنډ کې نوو ناکراریو د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کال په شان یو ځل بیا د بې ثباتۍ په اړه اندیښنې راولاړې کړي دي. په دغو کلونو کې د تاکسین مخالفینو د یوې اوونۍ له پاره دوه هوایي ډگرونه نیولي وو.
په تایلنډ کې د ینگلک د واکمن گوند «پهیو تای» له لوري په پارلمان کې د عمومي عفوې ناقص پیشنهاد چې کیدای شوای تاکسین ته یې د تبعید څخه د راستنیدو اجازه ورکړی وای، د دغو احتجاجونو د پیلیدو سبب وگرځید.
تکسین چې په اوسني وخت کې په دوبۍ کې اوسیږي وایي چې په اختلاس په تور د ده محکومیدلو او بندي کیدلو د امر تر شا سیاسي انگیزې موجودې دي.