1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تخار کي ۱۴۰ زده کوونکي مسمومي شوي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې له ۱۴۰ څخه ډیري نجوني زده کوونکي د هغو اوبو د څښلو له کبله چي د هغوی د ښوونځي د اوبو له ذخیرې څخه راځي، مسمومي شوي دي.

https://p.dw.com/p/14fLD

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل الکو، دویچه ویله ته وویل چي دغه نجوني د سه شنبې په ورځ د هغو ابو د څښلو له کبله چې پکښي زهر اچول شوي ول مسمومي شوي دي. الکو زیاته کړه چي دا اوبه له یوې ذخیرې څخه چې د رستاق په ولسوالۍ کې نصب شوې ده، ښوونځي ته انتقالیږي.

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل: «د دغه نل په اوبو کې مسموم کوونکي مواد ورگډ شوي ول. د هغو شمیرو له مخي چې تر اوسه پوري موږ ته را رسېدلي دي تر ۱۴۰ تنو ډيري زده کوونکي مسمومي شوي دي.»

پر زده کوونکو سربیره هغه کسان چې سیمي ته نزدې ژوند کوي او له دغو اوبو څخه ئې استفاده کړې ده هم مسموم شوي دي. ټول مسموم شوي کسان د رستاق ولسوالۍ مرکزي روغتون ته استول شوي دي. په روغتون کې د ناروغانو له پاره کافي ځای نه شته او له همدې کبله یو شمیر مسموم شوي کسان د روغتون په انگړ کي تر درملني لاندي دي.

ویل کیږي چې دغه زده کوونکي د اوبو تر څښلو وروسته بیهوشه شوي دي او زړونه ئې بد شوي دي. د تخار ولایت چارواکو ویلي دي چې د دغو زده کوونکو له ډلي څخه یو شمیر ئې بیرته ښې شوي دي او خپلو کورونو ته ستنې شوي دي.

د تخار ولایت چارواکو زیاته کړې ده چي تر اوسه ئې لا د پېښې عامل نه دئ موندلی، خو پلټني رواني دي. تر دې مخکي په تخار ولایت کي دغه شان پېښه نه وه رامنځ ته شوې.

په تیرو کلونو کي هم د افغانستان په ځينو برخو کې یو شمیر زده کوونکي د ناپاکو اوبو د څښلو له کبله مسمومي شوي وې. د ۲۰۱۰ کال د اگست په میاشت کې د کابل د توتیا د ښوونځي۵۰ تنه زده کوونکي مسموم شوې ول. همداراز په دغه کال کې د کندز ولایت د بې بې خدیجه کبرا د ښوونځي زده کوونکي هم مسمومي شوي وې.

په تیرو کلونو کې په غزني، بلخ، سرپل او کاپیسا ولایتونو کې هم نجوني زده کوونکي د ناپیژندل شوو کسانو له خوا مسمومي شوي وې. که څه هم چي تر اوسه لا د تیرو پېښو عاملان نه دي پیژندل شوي خو یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چي کیدای شي دغه کارونه د هغو کسانو له خوا تر سره شي چي د نجونو د زده کړو مخالف دي.

عارف فرهمند/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل