1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي د امريکا د اټومي وسلو د ساتلو اندېښنې

دويچه ويله فارسي۱۳۹۵ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

په ترکيه کي تر ناکامي کودتا وروسته د دغه هيواد په اينجرليک هوايي اډه کي د امريکا د اټومي وسلو د امنيت ساتلو په اړه اندېښنې ډېري سوي دي. د یوې څېړني له مخي دغه وسلې کيدای سي د امريکا مخالفو ډلو ته په لاس ورسي.

https://p.dw.com/p/1Jirz
Türkei Incirlik Air Base U.S. Air Force
انځور: picture-alliance/AA/V. Kasik

د روان کال د جولای مياشتي پر ۱۵ نېټه په ترکيه کي تر ناکامي کودتا وروسته اوس د دغه هیواد په انينجرليک هوايي اډه کي چي د سوريې سرحد په ۱۱۰ کيلومترۍ کي ده، د امریکا د اټومي وسلو د خوندي ساتلو په اړه بحثونه ډېر سوي دي. دې موضوع ته د «استيم سان مرکز» په راپور کي اشاره سوې ده.

د «استيم سان مرکز» په راپور کي چي د امریکا د دفاع وزارت د نوو اټومي وسلو د جوړولو په برخه کي فعاليت کوي، راغلي دي: «دا هيڅ روښانه نه ده چي په ترکيه کي دي د اوږده کورني جنگ په صورت کي په دغه هیواد کي امریکا پر خپلو اټومي وسلو باندي کنترول ولري.»

د دغه راپور يوې ليکونکي لايسي هيلي، اعلان کړی دئ چي د ترکيې په اينجرلیک هوايي اډه کي د امريکا ۵۰ اټومي وسلې ځای پرځای دی، که څه هم چي د دغو وسلو د ساتلو له پاره پراخ امنيتي اقدمات نیول سوي، خو بسنه نه کوي.

لايسي هيلي، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «د يوې کودتا پر مهال سړی نه سي ويلای چي پر خپلو اټومي وسلو باندي کنترول لرو.»

د امريکا په ملي امنيت شورا کي د وسلو د خوندي ساتلو برخي پخواني رئيس استيو اندريسن، څه موده مخکي «لس انجلس تايمز» ورځپاڼي ته په يوه مقاله کي ليکلي ول: «که څه هم موږ تر اوسه پوري توانېدلي يوو چي د يوه ناورين مخه ونيسو، خو ډېر دلايل سته چي ښيي د ترکيې شرايط به له نن څخه سبا ته ډېر بدلون ومومي.»

د پنتاگون اقدامات

د پوځي چارو کارپوهي او د «هوور» انستيتوت غړي مېرمن کري شييک، بيا «نيويارک تايمز» ورځپاڼي ته په يوه مقاله کي ليکي دي چي په ترکيه کي د امريکا اټومي وسلې بې له ځانگړو کودونو کار نه کوي.

دغه پوځي کارپوهه په دې نظر ده چي که په ترکيه کي د امريکا دښمنان هم کنترول په لاس کي واخلي، په دغه هيواد کي به د امريکا اټومي وسلې په خطر کي نه وي.

د امريکا د دفاع وزارت هم په دې اړه اعلان کړی دئ، چي په ترکيه کي د امريکا د اټومي وسلو او پوځيانو د خوندي ساتلو له پاره ئې «ځانگړي اقدامات» کړي دي.

په ترکيه کي د امريکا اټومي وسلې له روسيې سره د مقابلې او د ترکيې د ملاتړ له پاره ځای پر ځای سوي دي. دغه هوايي اډه چي عراق او سوريې ته نژدې پرته ده له تروريستي ډلي داعش سره د مبارزې په برخه کي د امريکا په مشرتوب نړيوال ائتلاف ځواکونو له پاره ډېره مهمه ده.

امريکا په انيجرليک هوايي اډه کي ۱۵۰۰ عسکر او څو جنگي او بې پيلوټه الوتکي ځای پر ځای کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب